٣ - پښتو شاعرۍ (غزلې)
وسیم خان یوسفزئی ١- غزل چي درنه لاړ شمه په ما پسي به غم نه کوي؟ داسي کيدي نشي په ځان چي ته ماتم نه کوي ستا به د حسن دوران تير شي دا تر عمره نه وي بس دي توبه کړه نور په حسن به ستم نه کوي ته دي وحشت پريده انسان شه تري دعا واخله ګني په مرګ به دي هم سترګي د چا نم نه کوي ما هم جولي هميش نيولي په طلب د رحم زه خو شوم سټړي آيا ته په ما کرم نه کوي؟ تل دي سوده کړي زمونږه ويني وچئ کړي ته راشه حساب راکړه بيا ولي ته قسم نه کوي وسیم خان څنګه به انسان هلته به اوور سوازيږي؟ قدرت به دومره ظالم نه وي چي رحم نه کوي وسيم خان يوسفزئي 🌸•••🌸 ٢- غــزل چي د ژونــدون د مسئـلـو بار بار غنــدنــه کــوي څوک لــيوني نه وي چي هسي ځـان وژنــه کـوي په دي خبر يـم خودکشــی کړه ربـه تـه حــرامــه خـو آزمایـښـتونه دي بلا سخت ګــوزارونـه کـوي زما د دهغه خودکشـي جرم کښي ټول شريک ئي هم ریاست و معاشره زما په زهـن آوازونــه کوي څه د قدرت دا نـظام څه د معاشري احمـق تــوب زمـا زهنــي حـالات ئي هــر وخــت پلــټـنــه کوي لــه خـو زمــا او ستــا د ميـنـي بهار نه وو راغلـي له خو مـيــوه ګـل شوي نه ده ...