١ - پشتو شاعری (نظم)

                        

وسيم خان یوسفزئې 


  ١- نظم  پوښتنه   

 زه د فکر سمندر يم خو د علم نه خالي يم 

 ته بادشاه ئي زه ئي غواړمه فقير يمه سوالي يم

 دهغه سوچ هم ته راکړي زه ئي ليکمه نقلي يم 

 زه د اخپله عقله تنګ شوم نه عالم يم نه ولي يم 

 لويه خدايه ته مي ويني لويه خدايه ته مي اوري 

 لويه خدايه ته خبر ئي، لويه خدايه ته پوهیږې 


 ستا د علم د دریاب نه يوه قطره د علم غواړم

 ستا د پوهي سمندر کښي يو چپه د کرم غواړم

 ستا د لوئ فضل محتاج يم يوه اسره د رحم غواړم

 د يو څو سوالو جواب دي راته ډير اهم غواړم

 ته ئي ماته را نصيب کړي او هم ما پري مطمئن کړي

 ماته خکولي جواب راکړي او زما ژبه شيرين کړي


 اوس مي پوها کړه ائ ربه د انسان ضرورت څه وو 

 عبادت له که پيدا دي د امتحان ضرورت څه وو

 انسانانو له بيا دلته د شيطان ضرورت څه وو

 په دنيا کښې خوشحالۍ ته د خفګان ضرورت څه وو

 انسان سل زره کلونه نيک انسان که ګنهګار وي 

 ستا لوئي پري نه کميږي که هر څومره بد کردار وئ


 مالدار ته دي پيدا کړي غريب ولي دي پيدا کړه

هم ته راته حرام کړه شراب ولي دي پيدا کړه

 انسان خو ستا انسان دي عزاب ولی دي پيدا کړه 

 حسن هم ته ايشلئ خراب ولي دي پيدا کړه

 ګناه هم ته پيدا کړله لزت دي پکښي کيخود

 په ما دي بيا حرامه کړه حجت دي پکښي کيخود


 چي خکولي جنت جوړ وو د دنيا مقصد بيا څه وو

 چي نن ورځ خوشحالي وه د صبا مقصد بيا څه وو

 چي ټول ستا وفادار وي د جفا مقصد بيا څه وو

 چي جوړي فرښتې دي کړي زما مقصد بيا څه وو

 تقدیر مي ته ليکلي ته په هر څه ښه پوهېږي 

 که ښه کړم او که بد کړم زړه به څنګه تري صبريږي


 ګناه چي رانه اوشي زه د ځان سره په جنګ ولي شم

 تا مي تقدير کښي دا ليکلي زه ژاړه په کړانګه کړانګ ولي شم

 په اخپلو کړو باندي خپيمانه زه دا رنګ ولي شم

 ستا په دنيا کښي ستا د پاره په سور رنګ ولي شم 


 د ټولو بدو ګناهونو ورکيدو طاقت لري ته ربه

 زما پري ولي زړه خراب کړي د دنيا ژوند مي سيزي ته ربه

 د ماشومتوب نه زلميتوب او بيا بوډا دي کړمه 

 يا دي مالدار يا دي غريب کړمه ګدا دي کړمه

 زه دي امتحان ته هيس تيار نه ووم پيدا دي کړمه

 د اخپل جنت د حورو مستو قيصي اشولي شيدا دي کړمه


 آخر په کم قصور کښي زه دلته قيدي شوم ربه

 په اخپلو کړو باندي ستومانه په ځاري شوم ربه

 دلته خو ټول د اخپل غرض په نيت سجدي کړي ربه

 هيس محبت نه کړي د يري دا پيښي کړي ربه

 خه په دنيا مئين دي هسي بهاني کړي ربه 

 يا په جنت مئين دي ځکه شوګيري کړي ربه


 ته خه خبر وي په دي سوچ باند بيا راجوړ ولي شوم

 په قيسم قيسم امتحانونو کښي اخته شومه ناجوړ ولئ شوم

 ځاه دا منم چي د حوا آدم خطا شوي واه 

 تا ورله ورکړله سزا ځکه دنيا ته راغله

 د مور او پلار خطا کښي بيا دا بچي څنګ ککړ شو

 ربه دا څنګه شو انصاف چي د بچو په سر شو


 ځاه فريښتي دي کړي راجوړي د اخپل ځان د پاره

 چي کالو سر کړي عبادت له اخپل جانان د پاره

 له خټي جوړ دي کړو آدم د امتحان د پاره 

 له فريښتو دي کړو جدا شیطان انسان د پاره

 هر څه چي کيږي ستا له وړاندې دي خبر ئي پري ته

 تير دي که اوس هم په راتلونکي وخت خبر ئي ته


 بيا د دنيا دوزخ جنت قيصه کښي پاتي څه دي

 دا د سزا جزا خواږه تراخه کښي پاتي څه دي

 زه خو يم دلته د دنيا له ژوند تنګ راغلي

 ستا مولوي راته دوزخ او عزابونه ستائي

 په موسيقۍ کښي ئي راته ايخي دي د قهر نښي

 په خوشحالۍ، خانده هم وائي عزابونه شته دي


 داسي ځان جوړ کړه داسي مه کړه ډول سينګار ګناه ده

 خائست ته مه ګوره په زړه کښي خواهشات ګناه ده

 ستا د مزهب په نوم قتلونه هم راوه دي ورته 

 د انسانانو زړونه مات کړي ويني توئ کړي په خنده دي ورته


 ربه "وسيم" ته د يو څو سوالو جواب راکړه

 کړه ئي دا زهن مطمئن داسئ حساب راکړه 

 راته د پوهي سمندر نه بی حساب راکړه 

 رانه راضه شه کامیابی راکړه آداب راکړه 

 د ښو آخلاقو نه تر پوها په کتاب راکړه

کړه مي په ځان مئين او مينه سم درياب راکړه 


 وسیم خان یوسفزئی

 ١٣ جنوری ٢٠٢٢ / ٣٠ جون ٢٠٢٤٠

🌸•••🌸 


د سکون خائسته قيصه ده

 ٢- نظم  ..... مينه


ته خبر ئي مينه څه ده    

 دسکون خائسته قيصه ده

دا د زړونو معامله ده  

      د زهنونو عقيده ده 

په تياره کښي رڼائي ده

  او د ښکولی ژوند سازي ده

مينه خدائ ته نزدیکت دي  

مينه هم لوئ عبادت دي

مينه ژوند دي مينه ساه ده

مينه روح دي او ښکوله ده


ته خبر ئي مينه څه ده

د یعقوب يوسف قيصه ده

دا د سترګو بينائي ده

او د زړونو قلارئي ده

مينه پلار دي مينه مور ده

مينه رور دي مينه خور ده

مينه ځانله يوه دنيا ده

د مئينو مشغوله ده

 زليخي د زړه آرمان دي

هم په مينه زړه ودان دي


ته خبر ئي مينه څه ده

نور دي اخپل زهن صفا کړه

مينه دومره پاک احساس دي

چي تري خدائي نه دي خالي

مينه تور او سپين کښي نه ده

دا د زړونو صفائی

مينه هر چا سه کيدي شي

مينه هر څه سه کيدي شي

د بي جان او د جاندار سه

هم نادان او هم اوښيار سه


ته خبر ئي مينه څه ده

لوئي طاقت دي او وسيله ده

مينه هر هر څه کوي شي

هر يو تور او تهمت وړي شي

د دښمن زړه شي ګټلې

انسانيت شي راوستلی

مينه يو ژور احساس دي.

صرف مړ انسان تري خلاص دي

شوله دا دنيا آباده

او د ميني په سر خاده


ته خبر ئي مينه څه ده

مينه حسن ښکوله نه ده

د جسمونو سوده نه ده

دا دهوکه او جفا نه ده

د عزت یوه نامه ده

د خوشحاله ژوند زريعه ده

په مثال خواږه چينه ده

د معراج د شپي قيصه ده


وسیم خان یوسفزئی

🌸•••🌸 


سپين ماښامي وو له ولاړ وومه 

٣- نظم

د ميني زور زورورتيا ګورمه

ليلي ته هر وخت په ريښتيا ګورمه

زه د اشنا لاري بار بار څارمه

په انتظار يم هر وخت لار څارمه

د بي وفا جانان نه دا منمه

دا ئي په ځان باندي احسان ګڼمه


په لار راوانه بار بار شاته ئي کتل

په انتظار باندي وه ماته ئي کتل

ورته مي خيال وو خو کتل مي نه

 هغي کتل خو هيس ويئل ئي نه

چي ورته اوګورم نو پټه به شوه

مخ رانه واړوي او ښکته به شوه


بیا راخکاره شي انتظار کوي

زما په لور نظر بيا بيا کوي

زما نظر په دنګو غرونو وو

فکر زما ئي په سوچونو وو

 لاړه په خواه باندي مي تيره شوله

خيال کښي مي وه د نظر هيره شوله


سپين ماښامي وو لا ولاړ وومه

اوس هم د هغي په انتظار وومه

په واپسی تله راخکاره شوه راته

لکه مسکئ او په خنده شوه راته

 په څه ادا ئي راته داسي اوئيل

"ولي ته مانه خفا شوئ که"


زه ورته ګورمه او خاموشه يم

هيس جواب نه لرم مدهوشه يم

شوله راوانه په شاه شاه ګوريُ

د دروازي نه په بيا بيا ګوري

شوه په خنده زه په خنده ئي کړمه

لاړه پناه شوله پناه ئي کړمه


وسیم خان یوسفزئی 

١٢جنوري ٢٠٢٢

🌸•••🌸 


خو بيا هم کله کله


  ٤- نظم 

زه اوس‌ هم‌ کله کله 

د بام په سر اودريږم

د‌يو چا لاري څارم

زاړه يادونه يادوم

په ځان ظلمونه يادوم

هره خبره باندې 

د‌ هغي رټ انکار 

هغه زاړه بي روخي

او د اخپل زړه درديدل

راته بيا نيغ اودريږي


خو بيا هم‌ کله کله

چي ئي په لاره وينم

ځان پري نانګاره کړمه

مخ واړوم يو طرف ته

ګورمه بل طرف ته

په چپو سترګو باندې

ورته په غله ګورم

مطلب مي دا وي ګني

چي ورته ياده وي ده

چي مانه هيره ده

اوس په مه کار نه ساتي

د زړه قرار ئي نه يم

هغه زوړ يار ئي نه يم

خو په غله غله ګورم

په چپو سترګو باندې

په انتظار د دي يم 

چي ماته‌ ګوري کنه؟

چي په شاه اوګوري

زړه مي خوشحاله شي

چي ورته ياد خو يمه


خو بيا هم کله کله

بيخي نانګاره کړي ځان

نه راته اوګوري

نه په شاه اوګوري

په منډو منډو تګ کړي

په پلو مخ پټ کړ

زړګي مي ودروي

خو وائيم ځاه ښه ده

دا به محسوس وي ورته

چي ترينه هيره يمه

راباندې کار نه ساتي

اوس راته ګوري هم نه


خو بيا هم کله کله

ځان ته زورانه ورکړم

چي هغه څه خبر ده

څوک په چا څه پوهيږي

د زړه درد څنګه ښکاري

زړګي څوک څنګ ښکاره کړي

پکښي دفن خيالونه

ورته څوک څنګ څرګند کړي

زه پټ په زړه سوازيږم

نه تري لوګي خيژي

نه تري لمبي ښکاري

نه څوک په ځان خبروم

نه مي د‌چاسه غم شته

اوکړم فرياد چاته؟

د اوريدو ئي څوک دي؟

بس خو خاموشه‌ او چهپ يم

ډيري خبري نه کړم

قلم راوخلم اخپل

شمه د ځان سه مشغول

اخپل احساسات وليکم

په ځان مي زړه وسوځي

خو انسان څه کوي شي

"وسيمٓه" حال داسي وي

په ځان اختيار نه لري

له زړه مجبوره انسان

به دومره اووئي چي


په ژوندانه خوشحاله نه يم

په‌دنياګي کښي خاده نه يم

زه ستا په غم ستومانه نه يم

ځکه په زړه باندې‌ دلي غمه لرمه 


وسيم خان يوسفزئې

١٥ جنوری ٢٠٢٤


🌸•••🌸 


٥-نظم
عنوان: د کال آخري شپه


خلق په تير وخت خفا کيږي 
د وخت سپيړي نه هيريږي 
د دسمبر هوا چلیږي
له د اميد ډيوه بليږي
د ژوندون يوه خخکته غورځيږي
شپه آخري ده کال بدليږي

څوک په ژوندون خفيمانه ژاړي
څوک په سوونو کاله غواړي
کال دي راوان کډه رانغاړي
وخته ایثار نه شوي ته لاړي
له اميدونه مي زیاتیږي
شپه آخري ده کال بدليږي

وسیم خان یوسفزئی
رات ٣١ دسمبر ٢٠٢٤

🌸•••🌸


Comments

Popular posts from this blog

افسانه : د راحتي انتظار

د محمود خان بابا ژوند

دیوسفزئی قبيلې مختصر تاريخ حالات، فتوحات او د پختونخوا قیام