Posts

Showing posts from July, 2025

افسانه : د راحتي انتظار

Image
  لیکوال    وسیم خان یوسفزئی  ګل رنګه يو خائسته د شپاړس اولس کالو پيغله ده دمور پلار مشره لور ده - د ګل رنګي څلور خويندي او يو ماشوم رور دي - پلار ئي په بازار کښي د بجلی د سامان لګولو کار کوي - د ګل رنګي ريشته په کلي ګاونډ کښي کيږي - د ګل رنګي په ريشته د ګل رنګي مور نه وي راضه خو د ګل رنګي پلار د ګل رنګی مور ته وائي چي د هلک پلار مي ملګري دي لري ريشته کښي هم راځي او بل دا خو نيزدي ځاي دي د واده نه بعد به هم ګل رنګه درله په آسانه تلي راتلي شي او کارونه به درله هم کوي هسي هم نيزدي به وي - هر څومره که د ګلي رنګي د مور زړه نه وو خو د ګل رنګي پلار راضه وو - او د ګل رنګي مور ئي هم دهغې ته راضه کړه په پښتانه ټولنه کښي کله جينکو ته دا اختيار حاصل وي چي هغوی د اخپل ژوند فيصلي پخپله اوکړي او بيا د اخپل ژوند هغه فيصله کمه چي دومره د اهمیت حامله وي چرته چي به جيني ټول ژوند په پرادي کور کښي د يو پرادي سړي سره تيره وي خو بيا هم په پښتانه ټولنه کښي جينکو ته د اخپل ژوند د دهغه اهمه فيصله پخپله د کولو حق نه وي دهغه فيصله مور پلار کوي که هرڅنګه وي که د جيني زړه وي او که نه...

افسانه : په ژوند تنګه

Image
ليکوال    وسیم خان یوسفزئی  نجمه د نهه کالو ده او د پلار مشره لور ده د نجمی نور هم دري خويندي او دوه ورکوټي روڼه دي خو هغه له ورکوټي دي - نجمه هم ورکوټي ده خو چونکی مشره ده او په غريب کور و خاندان کښي ئي سترګي غړولي ځکه پري زمه وارياني زیاتي دي - د نجمه پلار په قد غټ لويه ګيره اور روغ رمټ بی روزګاره انسان دي چي هيس کار روزګار نه کوي کور په قلاره پروت وي، هيس د اولاد د خوشحالو او ضرورياتونو پوره کولو غم ورسره نه وي - بل خواه په کور کښي د نجمه يوه بوډي نيا هم ده - دهغه کور د غر په سر د خټو ګټو يو ډير جونګړه او کڼډر کڼډر تصویر خائي   وخت تيريده د نجمه د پیدائش نه بعد پنځه بچي نور هم اوزیږدل - خو د نجمه پلار په کور ناست وو هر څومره که د اخپل کور او د ځان د ډوډي وس ئي کيده يا نه خو بل خواه دهغه خبره ئي زهن ته اچولي وه چي رزق الله ورکوي او د اخپل څو منټو د شوق د پاره ئي پرله پسي بچي زيږولي وو - دهغه د نجمی د پلار کم علمي وه چي د هغي خيال وو چي رزق به ماله الله بغير د څه محنته راکوي - خو دا خو د قدرت قانون نه دی چي چاله بغير محنته رزق ورکړي شي - هر څوم...

ټپي (پښتو)

Image
ليکوال  وسیم خان یوسفزئی   د امريکي نه جينې راغله          په کړاس کړاس خاندي ديروجی هلک کوينه                                🌸•••🌸  زه او سپوږمۍ په مثال يو يوؤ د تنهايي په رنځ اخته ژوند تیرونه 🌸•••🌸  زما د سر ويخته ټول سپين شو جانان ګبين شو بوډا کيږي نه مئينه 🌸•••🌸  که د پښتو غم راسه نه وي زما دا لاس به ستا په لاس کښي وي مئينه 🌸•••🌸  باران راخکښي شو غم مي ډير شو د چا خيالونه راله راغلل زړه مي چوينه 🌸•••🌸  خدايا زما جانان زما کړي که زما نشو زه به مړ ورپسئ شمه 🌸•••🌸  د پیښور نه بره راشه  دير ته راځاه زه انتظار درته کومه 🌸•••🌸  زما جانان د رنګه سپين دي داسي ظالم دي اخپل ديدن نه راکوينه 🌸•••🌸  که ته د کلي د خان لور ئي کم درنه نه يم زه بادشاه د زړوڼو يمه 🌸•••🌸  زما چي ځان ته فکر لاړو يار رانه لاړو زه ئي یواځې پريخودمه 🌸•••🌸  خدايا صبر راله راکړي ما د جانان غم ژاړاوئ او زړه مي چوينه 🌸•••🌸  د...

١- خبري ملغلرې (پښتو)

Image
ليکوال  وسیم خان یوسفزئی  د عقيدو په سر مرګونه کول محض  احمق توب او بي عقلي ده! د کمي عقيدي   پالونکې ته چي د انسانیت نه هم آخپلي عقيدي  لوړي خکاري - پوها شه چي دوي په لويه  کم علمي کم عقلي او جاهلت کښي اخته  دي - او د دوي د ژوند مقصد محض شر، کرکه  خواراولو سره د انسانیت دښمنی ده - ريښتونې  او حقه عقيده همیشه اخپل پالونکو ته  د ژوند طریقي اخلاق او انسانیت خائ نه چي  د انسانیت دښمنان تري جوړ کړي  وسیم خان یوسفزئی 🌸•••🌸  د‌هر هغه چانه مه يريږي څوک چي د‌هر  کتاب يا د‌هر څه مطالعه کوي بلکې د‌هر هغه  چانه يره پکار ده او مناظره ورسره هم نه ده  پکار څوک چي ‌د يو کتاب ياديو څه مطالعه  کوي او په هغي ئي آيمان راوړي وي وسيم خان يوسفزئې 🌸•••🌸  د قام خبرہ دانسانیت خبرہ دعدل وانصاف  خبرہ په هر حال کښي کول پکار ده!که څوک مو  اوري اوکه نه! که څوک مو ويني اوکه نه! که  څوک درته اهميت درکوي اوکه نه! که څوک مو  پيجني اوکه نه له دهغي وجي خبره نه کول  چي زما خبره څه ځائ نه نیسي يا ...