افسانه : د راحتي انتظار

 

لیکوال    وسیم خان یوسفزئی 


ګل رنګه يو خائسته د شپاړس اولس کالو پيغله ده دمور پلار مشره لور ده - د ګل رنګي څلور خويندي او يو ماشوم رور دي - پلار ئي په بازار کښي د بجلی د سامان لګولو کار کوي - د ګل رنګي ريشته په کلي ګاونډ کښي کيږي - د ګل رنګي په ريشته د ګل رنګي مور نه وي راضه خو د ګل رنګي پلار د ګل رنګی مور ته وائي چي د هلک پلار مي ملګري دي لري ريشته کښي هم راځي او بل دا خو نيزدي ځاي دي د واده نه بعد به هم ګل رنګه درله په آسانه تلي راتلي شي او کارونه به درله هم کوي هسي هم نيزدي به وي - هر څومره که د ګلي رنګي د مور زړه نه وو خو د ګل رنګي پلار راضه وو - او د ګل رنګي مور ئي هم دهغې ته راضه کړه

په پښتانه ټولنه کښي کله جينکو ته دا اختيار حاصل وي چي هغوی د اخپل ژوند فيصلي پخپله اوکړي او بيا د اخپل ژوند هغه فيصله کمه چي دومره د اهمیت حامله وي چرته چي به جيني ټول ژوند په پرادي کور کښي د يو پرادي سړي سره تيره وي خو بيا هم په پښتانه ټولنه کښي جينکو ته د اخپل ژوند د دهغه اهمه فيصله پخپله د کولو حق نه وي دهغه فيصله مور پلار کوي که هرڅنګه وي که د جيني زړه وي او که نه خو د مور پلار يا د بل يو مشر فيصله به لازم مني - هم دهغسي د ګل رنګي ريشته هم اوشوه ځکه چي دا ئي د پلار فيصله وه - د ګل رنګي خاوند د سعودي مسافر دي هغه سعودي ته ځي راځي او د مور پلار مشر زوي دي دري خويندي او دري کشران روڼه هم لري    


د ګل رنګي واده کيږي او د ګل رنګي د نوي ژوند شروعات په يو بل کور کښي د ژوند د ملګری سره شروع کیږي او دهغه ژوند ئي د اخپل ملګري سره نارمل تيريږي ګل رنګه چي اوغواړي نو خاوند ئي په موټر سایکل د مور کره راوړي او بيا ئي ماښام واپس اخپل کور ته وړي خو بيا هم خاوند ئي د سعودي مسافر دي په چهټي ځي راځي - ګل رنګه په دهغه کور کښې مشره انګور ده او نور ليورونه له وادونه نه دي کړي خو بل خواه د ګل رنګي خواخي او د ګل رنګي جوړه نه راځي ولي د ګل رنګئ خواخي د پيغلي ګل رنګي نه ګران کارونه اغستل غواړي بل په واړه واړه خبره ئي رټي که ګل رنګه چائ پخوي يا نور پخلي کوي نو هم به پري غصه کوي چي ډير دي پوخ کړو يا کم دي پوخ کړو يا داسي نه او داسي که ګل رنګه کشرانو ليورونو ته چاي راخلي او پخپله هم ځان ته پيالي ډکه وي نو هم د خواخي په نظر کښي وي غصه قاريدل او بدي بدي خبري ورته کوي چي د ځانه ايجړه مه جوړاه د هلکانو سره چائ مه سکه، د ګل رنګي خواخي په هر صورت کښي ګل رنګي ته د قاريدو څه نه څه زريعه ګوري چي ګل رنګه ورټي او بار بار ورته وګوريږي - بل خواه د ګل رنګي خواخي د ګل رنګی مور ته هم بار بار ګيلي کوي چي ستا لور کارونه نه کوي نه باهر د پټو کارونه کوي او نه دننه د کور کارونه سم کوي بل زما زوي ستا لور اخپل کړي او زما لورياني د مدرسې سبقونه وائي هغوئ ته جوړي پيزار هم نه اخلئ - د ګل رنګی خواخي سخت تبيته ده او هر وخت ئي د ګل رنګي سره ورانه وي قاريدل او ګوريدل ورته کوي بل خواه د ګل رنګي خواخي اخپل زوي او د ګل رنګي خاوند ته هم بار بار شيطانياني کوي د اخپل خزي نه ئي د زړه تورولو کوشش کوي - خاوند ئي هم د ګل رنګی سره بديږي او سخته راويه ورسره ساتي - د ګل رنګي ژوند د خواخي نه په اوور کښي وي سختي پري تيره وي ګل رنګه هم اخپلي مور ته د اخپل ژوند د سختو او د ګران ژوند په باره کښي د خبرداري وائي خو مور ورته هم په جواب کښي وائي چي پريږده دهغه کور رازه تري - خو ګل رنګه بيا هم په يو اميد کښي وي په ځان د د دهغه زهني تشدد او سختو باوجود د راحتي په انتظار وي او د اخپل کور د بچ کولو کوشش کوي او وایي چي نه مورې چی يو ځل به راپسي راحته راشي داسي تري نه شم راتلي ولي ګل رنګه د معاشري د خلقو او په ځان د شړلو يا د واده نه بعد د پلار په کور د ناستي د نوم نه يريږي او دهغه سختو ته غاړه نيسي - د ګل رنګي د واده څلور کلونه تيريږي او دري بچي ئي هم پيدا کيږي خو د ګل رنګي ژوند سره د زهني تشدد سخه تيريږي 

د ګل رنګي خاوند په چهټي راغلي څو مياشتې ئي شوي دي د ګل رنګي او د خواخي ئي هم هغسي جنګونه او هغسي تريخ ماحول وي خو د ګل رنګي خاوند هم د مخکښي شان د مور طرف کوي او په ګل رنګه بار بار تشدد کوي ځکه چي مور ئي ورله غواګونه ډک کړي وي بل هغه هم د کورودانی او مور په منځ کښي انصاف نشي کوي د مور طرف اخلي 


 يو ځل بيا دهغسي جنګ کيږي د ګل رنګي خاوند په ګل رنګه تشدد کوي او ورته وائي چئ د مور سره مي سمه چليږه چي هغه هر څه وائي ټهيک وائي ګني نو بله خزه به درباندې اوکړم - ګل رنګه هم په غصه کښي جواب ورکوي چي ته بله خزه کوي زه به بل ميړه اوکړم او دهغه خبری چي د ظالم خاوند او خواخي برداشت ختموي او د خائسته او حسيني ګل رنګی د مرګ سازش کوي. د ګل رنګي خواخي بغیر د څه يره زوي ته وايه چي دا ګل رنګه مړه کړه زه به تاله بله خزه اوکړم - د ګل رنګی خواخي د دهغه سازش کولو سره نه د قانون نه يره وه او نه د ګل رنګی د پلارګنۍ نه ځکه چی د ګل رنګي يو غريب پلار ضوافه نيکه او ماشوم رور وو نور ئي خاندان کښي سړي څوک هم نه وو چئ د ګل رنګی تفوس تري په نره اوکړي  


سحر وختي ګل رنګه د کور ځايونه جارو کوي چي ظالم خاوند ئي د ظلم هد اوکړي او ګل رنګه د تمانچې په ډز په سر اولي چي د يو غواګ نه ئي ګولی د بل غواګ په خواه اوځي او د ګل رنګي مازغه په زمکه خواره شي او د ګل رنګي د سر نه د وينو پوهاراي راوني شئ د ګل رنګی د ظالم خاوند اخپل لاسونه د ګل رنګي په وينو رنګ کړي او ګل رنګه قتل کړي سعت روسته چئ ګل رنګه په مکمل توګه د فاني دنيا نه د تل د پاره په دهغه بد نصيبه سحر سترګی پټي کړي نو د ګل رنګي پلارګنۍ خبر کړي شي د ګل رنګی دري. ماشومان بچي ئي د ګاوند کره ليګلي شوي او نور ټول د کور سخه لري په نا معلومه ځاي کښي فنا اغستي وي - ګل رنګه د پلارګنۍ له خواه هسپتال ته ويوړي شي خو په پولیس رپوټ کښي دا اويئلي شي چي دي پخپله ځان ويشتي - خو ګل رنګه د اخپل کور د بچ کولو د پاره په يو اميد کښي واه او د دنیا په دهغه جهنم کښي ئي وخت تیراوه چي وخت به تير شئ راحته به شي خو خائسته ګل رنګی ته دا معلومه نه وه چي زما ظالم خاوند به زما قاتل جوړيږي - د ګل رنګي په کټ د ګل رنګي مور ژاړګانئ کوي د ګل رنګي قيصي کوی او په ځان او د لور په نصيب ماتم کوي 


وسیم خان یوسفزئی

 ٢٤ مئی ٢٠٢٥ 

🌸•••🌸 

Comments

Popular posts from this blog

د محمود خان بابا ژوند

دیوسفزئی قبيلې مختصر تاريخ حالات، فتوحات او د پختونخوا قیام