باچا خان څوک وو؟ د باچا خان ژوند او جدوجهد

ليکوال    وسیم خان یوسفزئی 


خان عبدالغفار خان چي په "باچا خان" مشهور وو -د‌هشنغر "چارسده " په اتمانزو نومي کلي کښي په کال 1890 کښي پيدا شوي وو - د بهرام خان زوي وو - بهرام خان چي په "مشر خان" مشهور وو او د‌ اخپل کلي خان وو 

باچا خان په روڼو خوايندو کښي د ټولو کشر وو ، اول مشره خور بيا رور ډاکټر خان صاحب او بيا خور بيا د‌ټولو کشر باچا خان وو - باچا خان په قوم سره تعلق د پښتون محمدزئ قبيلې سره وو 

د قران زده کړه يي د‌اخپل کلي د جومات د‌اسماعيل استاذ نه اکړي -او بيا نوري پرائمري تعليم ئي د‌پيښور سکول نه اوکړو چي د‌اخپل مشر رور ډاکټر خان صاحب هم هلته تعلیم حاصلولو - د‌پنځم جماعت پاس کولو نه بعد ئي په بورډنګ سکول کښي داخل کړو په بورډنګ سکول کښي چي اتم جماعت ته اورسيدو - نو د‌ باراني کاکا د فوځ او کميشن د‌صفت نه‌متاثره شو او د‌فوځ نوکري ته تيار شو - او په اتم جماعت کښي وو چي د‌فوځ کميشن د پاره يي وايسرائي په نوم درخواست وليګو په ډاګ - په لسم جماعت کښي وو چي امتحان دوه مضمون پاتي وو چي خبر پسي راغي چي ستا کميشن منظوړ شوي دي - باچا خان چي کله په دهغه هلو ځلو کښي وو او چي ئي وليدل چي په فوځ کښي د‌انګريزان او ديسي خلقو يو مقام نه دي. ديسي فوځيانو ته په کچ نظر ګوري نو د‌فوج د‌نوکري نه يي زړه توري شو - د باچا خان د‌پلار او مشر رور هم دا خوائش وو چي باچا خان دي فوځ کښي بهرتي شي خو د‌باچا خان مور نه غوښتل او باچا خان هم چي د انګرېزانو او ديسي فوځيانو کښي فرق وليدو نو زړه يي د‌فوځ د‌نوکري نه توري شو او د‌فوځ کميشن يي پريښوده 

د فوځ کمیشن پريښودو نه بعد يي بيا په ضلع اټک کيمبل پور سکول کښي داخله واغسته - خو هغه يي هم پريخود‌ او بيا علي کړه ته لاړو علي ګړه کښي ورته په بورډنګ کښي ځاي ميلاؤ نه شو نو د‌مشر رور خط ورته راغي چي ته انګلينډ ته د‌انجينيرنګ زده کړو د‌پاره راشه خو مور يي په دي نه وه راضه نو ځکه باچا خان فيصله اوکړه د‌نور سبق پريښودو او اراده يي اوکړه چي نور به د اخپل قوم او ملک خدمت کوم 

باچا خان په مشن سکول کښي د‌اخپل هيډ ماسټر وګرم نه او د‌هغه د‌ رور ډاکټر وګرم نه متاثره شوي وو نو ځکه باچا خان هم غوښتل چي د‌اخپل قام او وطن خدمت اوکړي په دهغه وخت کښي دپښتون قام د‌جهالت په وجه ډير بد حال وو نه د حکومت له خواه څه انتظام وو او نه د‌قام لخواه د‌تعليم څه انتظام وو - او چي په کم کلي کښي پرائمري سکول وو هغي ته به هم موليانو څوک نه پريښودل - نو ځکه باچا خان غوښتل چي د‌پښتنو د‌ تعلیم د‌پاره په ملک کښې د‌اسلامي مدرسي جوړولو کوشش اوکړم او اخپل ژوند په دي خدمت کښي تير کړم -او دهغسي په کال 1910 کښي باچا خان او مولوي عبدالعزيز صاحب يوه مدرسه په اتمانزو کښي جوړه کړه- او د‌نورو مدرسو جوړولو د‌ پاره ئي نورو علاقو ته يي دوري شروع‌کړي او د خلقو توجه يي علم طرف ته کړه او په لږ وخت کښي يي په مختلفو علاقو کښې ډيري مدرسي جوړي کړي - خو په دهغه مدرسو کښي به د‌ديني علوم سره سره انګريزي علوم هم خودلي کيدل نو ځکه د‌هغه وخت موليانو د‌باچا خان د دهغه مدرسو مخالفت شروع کړي وو 

د باچا خان او محمد علي جناح يادګار عکس

د قام پرستي ماده خو هسي هم باچا خان کښي د‌ ورکوټوالي نه وه خو کله چي د‌باچا خان سوسائټي بدله شوه او د قام پرستو سره ئي مخه شوه نو د قام پرستي ماده پکښي بيا راويښه شوه او په دهغه وخت کښي د باچا خان دوه سيزونو سره شوق لرلو يو يو زمينداري سره بل مطالعي سره - د طالب علمي په زمانه کښي د باچا خان د‌مطالعي سره شوق نه وو خو کله چي باچا خان د‌قام د خدمت د پاره دمدرسي جوړول شروع کړل نو د‌هغي سره يي د‌مطالعي سره هم شوق پيدا شو - د‌زمينداري د‌پاره به يي د‌پلار ورکړي شوي زمکه سمهباله واله او د‌مطالعي د‌پاره به يي هغه وخت د مولانا ابو الکلام ازاد "الهلال" اخبار کتو چي يو عالمانه اخبار وو او بل زميندار اخبار چي د‌مولانه ظفر علي خان اخبار وو چي ډير قام پرسته اخبار وو د دي سره سره به ئي د‌نورو ديني کتابونو مطالعه هم کوله دا هغه وخت وو چي الهلال، او زميندار اخبار به چاله راتل چا به کتل هغه نو هغه کس به د‌حکومت د سترګو ازغي وو او دهغي نوم به په بليک ليسټ کښي ليکلي شوي وو ولي چي په دي دوه اخبارونو کښي به د آزادي خبري وي قام پرست وو قام يي راويښه وو او د‌پوهي او قوميت او جرات ئي پکښ پيدا کوو نو ځکه د‌انګريز حکومت داسي قسم اخبارونه نه وو خواښ - څو ځله پوليس باچا خان له راغلل چي دا اخبارونه ته مه راغواړه دا د حکومت نه دي خواښ ! دا هغه وخت وو چي پيرنګي د‌حکومت له يري به چه په حجره کښي هم پټه خبره نشوه کولي

١٩١٢ کښي باچا خان ړومبي واده اوکړو د‌کنان خيلو خانانو په کورنۍ کښي 

 باچاخان او غني خان یادګار عکس 

١٩١٣ کښي په اګره کښي د‌ مسلم ليګ سالانه جلسه وه باچا خان دهغي جلسي له اګره ته لاړو سره د‌اخپل ملګري او بيا د اګره نه ډيلي ته لاړو اوګرزيدو - د‌ډيلي نه په واپس کيدو کلي ته راغي نو خبر شو چي زوي غني خان يي پيدا شوي دي -او کلي کښي مدرسی هم په ترقي وي ځاي په ځاي خلقو مدرسي جوړي کړي او په ډير شوق پکښي خپل بچي داخلاوال څومره چي مدرسی زياتيدي نو هومره به پيسو ته ضرورت ډير وو 


باچا خان او ماتمه ګاندهي یادګار عکس 

باچاخان به په کال کښې يو ځل دوه ديوبند ته تلل او د مولانا محمود الحسن او مولانا عبيدالله سندهي سره به يي ليدل کتل کيدل او تبادله خيال به يي کيدله چي څنګه به پيرنګيانو د غلامي نه خلاص شو -1914 کال سر کښي د شيخ الهند خط راغي چي ديوبند ته راشه د‌ډير بعث او غور نه پس په دي نتيجه اورسيدل چي دوه مرکزونه دي جوړ شي يو په هندوستان کښي بل په آزاد قبايل کښي چي د هغی د‌پاره بونير وټاکلي شو خو باچا خان ورته دا ځاي مناسب نه دي نو ځکه فيصله دا اوشوه چي په آزاده علاقه کښي د‌مرکز تلاش شروع کړو او دا زمه واري د‌باچاخان او مخفي صاحب په سر شوه - د دي مرکز کتو د‌پاره باچا خان او مخفي صاحب د‌ آزادو علاقو پښتونخوا د بله مختلفو علاقو سفرونو اوکړل او سختي او تکاليف يي برداشت کړل او د‌مختلف خلقو سره يي ملاقاتونه اوشول او په آخره کښي يي د باجوړ ماموندو علاقه د مرکز د پاره خواخه شوه او په هغه ځاي د‌مخفي صاحب او مولانا عبيدالله سندهي صاحب انتظار کالو چي دي کښي اولني جنګ عظيم شروع شو او دهغه سکيم تري پاتي شو 

باچاخان او ماتمه ګاندهي یادګار عکس 

په اولني جنګ عظيم شروع کيدو نه بعد يو انګريزانو د هندوستان د سياسي ګوندونو سره مختلف وعدي کړي وي چي په دي جنګ عظيم کښي دي د‌هندوستان خلق زمونږ مرسته اوکړي او د‌هغي په بدل کښي د‌هندوستان خلقو سره وعدي شوي د‌نيم حکومت ورکولو خو د‌ انګريز جنګ ګټلو نه بعد اخپلي وعدي هيري کړي او يو وعده يي هم پوره نه کړه نو د هغي په زد مهاتما ګاندهي او د‌هندوستان ټول خلکو لويي لويي مظاهرې جلسونه شروع کړي وي او ډير خلک د‌انګريز حکومت جيلونو ته ويشتي وو په ګولو يي ويشتي وو - خو په پښتونخوا کښي تر دهغه وخته جلسونه نه وو او نه پري څوک پوهيدل د‌تعليم د‌پاره د مدرسو تحريک وو خو هغه هم د‌جنګ په وخت انګرېزانو بند کړي وو 

په دهغه وخت کښي هشنغر کښي د يو کلي خان محمد اکرام خان د‌يو پوليس افسر سره وران شوي او د‌هغي په زد يي د جلسي اعلان کړي وو خلقو جلسي جلسونه ډير نه پيجندل نو ځکه په صبا له هغه ځاي ته ډير خلک راغلل د‌کلو لويي لوي خانان او موليان پکښي هم راغلل وو او کم د کلي خان چي اعلان کړي وو هغه نه وو راغلي جلسي ځاي ته روسته معلومه شوه چي هغه د‌مردان د‌اسيسټنټ کميشنر سره وو ، خلق په جلسو جلسو نو نه پوهيدو ډير باچا خان پاسيدو خلقو ته يي اوئيل چي په جلسه کښي د صدر ضرورت وي نو يو مشر به صدر کړو خو خلقو باچا خان ته وويل چي ته يي صدر شوي د‌جلسي او دهغسي باچاخان د.جلسي صدر شو دا هغه وخت وو چي د‌باچا خان اولني تقرير وو او صدارت وو باچاخان ليکي چي په دهغه وخت کښي خو زه هم په تقريرونه نه پوهيدم ډير خو لګ هغه اخبارونو مطالعه چي مي کوله د‌هغي نه مو څه ياد کړي وو - اګر چي دا جلسه د‌تقريرونو په نسبت دومره خه نه وه خو د‌جوش جزبي په نسبت ډيره خه وه - د‌جلسي نه بعد د‌کلي يو خان تجويز ورکړو چي دا خو زمونږ د‌‌کلي جلسه وه راتلونکي جلسه به د‌ټول علاقي په ګڼ شمير پکښي شرکت اوکړي 

د بلي جلسي د‌پاره‌هم‌تياريانو شوروع‌شوي باچا خان د مختلفو کلو خانانو او غريبانو ته ورغي او په جلسه‌کښ د شرکت دعوت يي ورکړو او‌دغسي په جلسه که د‌لاک پوري خلقو ګډون اوکړو د سړو سره سره خزو پکښي هم په ګڼ شمير ګډون اوکړو او د‌جلسي ځاي ته يي په سر په منګو کښي د سکو اوبه راوړي او د‌کلي او علاقي په خلقو کښي يو جوش او جزبه راپيدا شوي وه - او د‌ دهغي جلسي صدر هم باچا خان وو - خلق ډير نه پوهيدل نو د‌خلکو ګمان دا وو چي ګني باچا خان د‌پښتنو باچا شو اوس 

او دهغسي بله جلسه په تهکال کښي کيخوده شوه خو د افغانستان او انګرېزانو جنګ انختو واله وو نو ځکه دهغه جلسه کينسل شوه اوپه ملک کښي مارشلا اولګيده ، د اتمانزو ټول خلک ډير په يره کښي وو بل خواه انګريزانو دا معلومات هم کړي وو چي څوک د انګرېزانو خلاف دي هغه به يي نيول ، او دهغسي باچا خان د انګريز د افغانستان د وجي افغانستان ته هجرت کوو خو د‌نيمي لاري نه يي پلار راوپس کړو ورته وايي چي مه د انګرېز سره خبره کړي هغه وائي چي باچا خان ته مونږ هيس نه وايو دي خو څه جرم نه دي کړي صرف جلسي يي کړي د پاچا خان پلاړ خان بهرام خان د انګريز په چال پوها نه وو ځکه چي پاچا خان يي راوپس کړو څو ورځي بعد د‌انګريز حکومت باچا خان ګرفتار کړو او په جيل کښي يي واچوو- او په خپو کېي ورته زولني واچولي- د باچا خان د ګرفتارۍ نه سپاړس ورځي بعد يي د‌باچا خان پلار او اتمانزو نور هم اوؤ اته خانان ګرفتار کړي 

باچاخان يو يادګار عکس

او دهغسي باچا خان د‌اخپل ټول ژوند د‌پښتونو د‌پاره د‌انګريز د‌غلامي نه خلاصیدو په جدوجهد کښي تير کړو د ژوند نيمه حصه يي په جيل کښي تيره کړي - باچا خان د پښتنو 

يو لوئي او عظيم رهبر تير شوي


باچا خان د‌اخپل ژوند 37 کلونه ئي د‌پښتون‌قام د‌پاره په پاک وهند او بيا په پاکستان کښي په جيل کښي تير کړه او دهغسي په 20 جنوري 1988 کښي دهغه عظيم رهبر د‌دنيا نه رخصت شه - چي د افغانيستان لوئ ښار جلال آباد کښي خاورو ته وسپارلي شو - او دا وخت په جلال اباد کښي د‌باچاخان يو لوئ مزار تعمير کړئ شوي دي - چي په پښتنو او په پښتونخوا مئين پښتانه ئي  زيارت کولو له ځي


وسیم خان یوسفزئی 

🌸•••🌸 


Comments

Popular posts from this blog

افسانه : د راحتي انتظار

د محمود خان بابا ژوند

دیوسفزئی قبيلې مختصر تاريخ حالات، فتوحات او د پختونخوا قیام