د محمود خان بابا ژوند
محمودخان بابا (په ګور ئي نور شه) 1947-2002 یادونه: دا لیکنه د محمود خان بابا او د هغه د مېرمنې ژوندلیک یوازې د یوې تاریخي یادګارې په توګه ترتیب شوې ده. د دې لیکنې موخه دا ده چې د هغوی یاد د راتلونکو نسلونو تر منځ ژوندی پاتې شي، څو راتلونکي نسلونه د خپلو نیکونو او پلرونو له ژوند سره بلد شي او د هغوی له ژوند، تجربو او ښو ځانګړنو څخه زده کړه وکړي محمود خان بابا په ۱۹۳۷ کال کې نړۍ ته راغلی و. د پاکستان په قومي ریکارډ کې د هغه د زېږون نېټه د ۱۹۳۷ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه ثبت شوې ده - هغه د زریف خان بابا په کور کې زېږېدلی وو د هغه زېږون په داسې تاریخي پړاو کې شوی و چې د اوسني دیر سیمه د دیر د ریاست تر جلا حکومتي نظام لاندې وه- دغه ریاست په ۱۹۶۹ کال کښې د پاکستان په انتظامي نظام کې شامل شو او په دې توګه د دیر د ریاست تاریخي دوره پای ته ورسېده. له همدې امله محمود خان بابا د دیر د ریاست په زمانه کې زېږېدلی وو، خو له ۱۹۶۹ کال وروسته د پاکستان د ریاست تبعه شو هغه په داسې وخت کې نړۍ ته راغلی و چې د دیر په ډېرو سیمو کې عصري تعلیم، روغتیا، مواصلاتي اسانتیاوې او نورې بنسټیزې آسانتیاوې ډېرې محدو...