د پاکستان د آزادي يا د تقسیم ورځ څورلسم اګست نه بلکي پنځلسم اګست دي
![]() |
| ليکوال وسیم خان یوسفزئی |
څوارلسم اګست د پاکســتان دآزادۍ په خــوشــحالۍ کــښـې د نمانځلو ورځ ده - هم دهغسي د پاکســـتان ٧٨ کلــونه وشول چې د انګریزانو "بريـټـش" نه آزاد شـوي دي - کـه د تـاريـخ کتونکي د پاکستان تاريخ او د پاکستان د آزادۍ اصل تاريخ اګوري نو معلومه به شي درله چې هغه ١٥ اګست دي - ځکه چې پاک وهند په يو وخت د فيرنګيانو نه آزاد شوي دي - او بيا د پاکستان رقبه فتح شوي نه ده بلکې د هندوستان سره ويشلي شوي ده - کم علاقو کښي چي د مسلمانانو اکثریت ؤو هغه پاکستان ته ورکړي شوي ده او کم کې چې غير مسلم ؤو هغه هندوستان ته - معلومه شوه چې د پاکستان او د هندوستان د آزادۍ ورځ نيټه يوه ده - بيا روسته د رياستونو په وجود کښې د راتلو نه د پاکستان رياست د مشرانو په وينه د پاکستان د آزادۍ د خوشحالۍ نمانځلو د پاره څوارلسم اګست مقرر کړي شوي دي - خو د يو ورځ نمانځلؤ د پاره دا ضروري نه ده چې په کم نيټه يو کار مکمل شي هغه ورځ دي نمانځلي کيږې - د دهغې وجه د هندوستان سره د دښمنۍ او د هجرت په وخت د هندوانو او سکهانو لخواه په مسلمانانو ظلم او زياتي ؤو - خو مطالعه پاکستان دهغه اصل د آزادۍ ورځ مونږ نه پټه کړي - او د زده کوونکو ذهن يې هم داسي جوړ کړي چي هيس څوک اوس دا نه مني هر څوک وایي نه څوارلسم اګست باندې پاکستان آزاد شوي
آيا پاکستان آزاد رياست دي يا په دي رياست کښې د ډېرو پښتانؤ ګيله ده چې مونږ آزاد نه يو - دا خبره څومره پورې ريښتوني کيديشي - د دهغه پښتانؤ خبره د څه حده پورې ټهک هم ده - ځکه هم په دي رياست کښې د پښتانؤ وسايل پښتانو ته پوره نه ورکولي کيږې - پښتانؤ ته يا نورو قامونو ته هغسي نظر پکښي نه کيږې څنګه چې پنجابي ته کيږې - په نصاب کښې د پښتنو ذکر نه وي يا زمونږ د ژبې د پاره هغه ګامونه نه آغستي کيږې کم چې پکار دي - خو دا هم اخپله د پښتانؤ ليډر شپ نا اهلي ده - په دي وطن کښي نور هم داسي ډير څه راوان وي چې هغه د سپر پاور په اشارو کيږې - په خکاره خکاري چې دي وطن کښي جمهوريت دي خو پټه خبره د دهغې برعکس راوانه وي - يو خاص طبقه پکښي حکومتونو ختموي او راولي پکښي داسې نور هم ډير داسي کارونه په دي رياست کښې داسي راوان وي چې هغه دا ظاهره وي چې دا وطن اوس هم يو غلام رياست دي - په دي وطن کښې داسي ډير څه راوان وي چې هغه دا ظاهره وي چې دا وطن مخکښې د برطانيې غلام رياست ؤو نو اوس د امريکې دي - په دي رياست کښې دننه د پښتانؤ سره داسي ډير څه راوان دي چې هغه دا ظاهره وي چې دا د پښتانؤ سره سراسر ظلم وي په خاص توګه د قبايلي اضلاع سره
خو بيا هم دا رياست يو آزاد رياست دي - که د باچا خان کتاب " زما ژوند او جدوجهد" اوکتلي شي کم کښې چې هغې د اخپل وخت اخپل ژوند ليکلي دي - او هغه وخت د دي وخت سره سم کړي شي - نو شکر په خله به شي چې مونږ په يو آزاد رياست کښې ژوند کؤؤ - چرته چې مونږ اخپل د خيالات اظهار کولي شو چرته چې زمونږ په دين هيس پابندي نيشته چرته چې مونږ ديني او دنياوي علوم بغير د پابندي زده کولي شو، چرته چي اوس هم ډير اختیارات د پښتانؤ سره دي - خو بيا هم د دي وطن په تور نظام کښې د بدلون د پاره د يو لوي جدوجہد ضروت پيش دي
پښتانو له په ځاي د دي چې د رياست سره بغض ولري د دي رياست د تور نظام خلاف دي جدوجہد اکړي او اهل مشران اخپل جوړ کړي شي چي هغه د پښتانؤ د حق د پاره مخکې مخکښې وي
د دي رياست سره مينه ولري شي د دي وطن د بيرغ سره دي مينه ولري شي - د دي وطن پرمختګ د پاره ګامونه پورته کړي شي، او دهغه تور نظام د بدلون خلاف جدوجہد اکړي شي
رياست دير او رياست سوات چونکې آزاد رياستونو ؤو، د دير نوابان، او د سوات واليان چونکې پښتانه يوسفزئې ؤو خو بيا هم انګريز د جندول د عمرا خان سره د جنګ نه بعد هم دهغؤي ته دهغه نوابي او والي توب د انګريز حکومت ورکړي ؤه - د انګریزانو د تګ نه بعد او د پاکستان د جوړيدو نه بعد هم دهغه رياستونو تر دولس ديارلس کاله پوري آزاد رياستونو ؤو او په کال ١٩٦٠ کښې دهغه رياستونه د پاکستان سره شامل شوي دي
بعض خلق وايي چې دير او سوات واله ولي دا ورځ نمانځي دوي خو روسته پاکستان سره شامل شوي دي - نو څنګه چې ما اوئېل چي د يو ورځ نمانځلو د پاره دا لازم نه ده - چې په کم ورځ څه کار مکمل شي او بيا هغه ورځ دي انيولي شي څنګه چې نور پاکستان د ١٥ اګست په ځايي ١٤ اګسټ نمانځي هم دقسي دير او سوات به ١٤ اګست د پاکستان سره په دي نيت نمانځي چې دلته بادشاہت ختم شو او جمهوريت شروع شو - او د جمهوريت سره دا رياستونو مخ په وړاندې په ترقي راوان دي - دويم دا رياستونو اوس د پاکستان په جغرافيه کښې راځئ دلته د پاکستان قانون نافذ دي د پاکستان په رياست کښې راځئ - نو د دوى هم دا حق جوړيږي چې په دهغه ورځ د دهغه رياست پاکستان سره او د پاکستان د بيرغ سره د ميني اظهار اکړي
وسیم خان یوسفزئی
🌸•••🌸

Comments
Post a Comment