دیوسفزئی قبيلې مختصر تاريخ حالات، فتوحات او د پختونخوا قیام

په پختونخوا کښي د يوسفزئي قبيلې څه د بره پنځه سوه کلونه پوره شول چي د بره پښتونخوا افغانستان نه ئي کوزي پښتونخوا ته هجرت کړي او د پښتونخوا بنیاد ئي ایخودي دي

ليکوال وسیم خان یوسفزئی 


د يوسفزئي قبيلې باني جد اؤل سردار يوسف خان بابا زمانه د 1200ء نه تر 1350ء پوري دي منځ کښي تيره شوي د پښتون قام قبيلي چي د سړه بڼ، بيټن، او غورغشت د نسل بللي شي - د يوسفزئي قبيلې باني يوسف بابا د سړه بن د اولاد نه ؤو - د‌سړه بن اولاد چي ډير شو نو دا په دوه قبيلو کښي تقسيم شو ،، چي يو ته به يي غوريه خيل او بل ته خشي وئيلو - دهغسي دا دوه لوئي قبيلې شوي - خشي قبائيل چي کله ډير شو نو دا هم په څلور قبيلو کښي تقسيم شو چي په هغي کښي ګګياني ، يوسفزئئ ، ترکلاني، او محمدزئي وو

پنځه سوه  عيسوي سره نيزدي چي دا قبيلې د‌پيښور سره نيزدي په خواه او شاه کښي آبادي وي ،‌ چي دلته د‌مغربي تاتاري قوم سره تاؤ تريخ والي له‌ کبله دي قبيلو ژوب بلوچستان ته هجرت کړي وو او هلته آباد شوي وي 

 ديارلسمي صدي په اول کښي يوسف بابا او د هغه رور عمر بابا په بلوچستان ژوب وادي کښي اوسيدل چي هلته د يوئ قبيلې سره د تاؤ تريخ والي له کبله د بلوچستان ژوب نه عمر بابا صوابي ته‌هجرت اوکړو او هلته په زيده نومي ځائي کښی آباد شو ، د عمر بابا د‌وفات نه بعد يوسف خان اخپل ورانداري او يتيم وراره منډړ واپس بلوچستان ژوب ته بوتلل چي روسته يوسف خان منډړ اخپل زوم هم جوړ کړو - د‌ دي دواړو قبيلو د اولادونو د‌ډيريدو په وجه دا دواړه قبيلې په يوسفزئي او مندړ قبيلو باندي يادي شوي - روسته د شپاړسمی صدي نه دا دواړه قبيلې په شريکه د يوسفزئي په نوم ياده او مشهوره شوه 

په ژوب بلوچستان کښي د شپږ صدو تيريدو نه بعد 1100ء کښي د‌خشي او غوريه خيل قبيلي په منځ کښي جنګ اونخته چي غوريه خيل فتح حاصله کړه او په بلوچستان ژوب کښي د‌اخپل رور ولي قبيلې خشي په جائدادانو ئي قبضه اوکړله- يوسفزئي چي د‌خشي په څلور شاخونو کښي لوي شاخ وه دهغسي خشي قبائيل د‌بلوچستان ژوب نه د کابل په لور هجرت اوکړو او کابل کښي آباد شول 

د ديارلسمي صدي نيزدي د‌يوسف خان په سرداري کښي خشي قبائل په کابل کښي يو لوئ طاقت جوړ شو - د‌يوسف خان بابا نه بعد په 1440ء کښي د‌ټول خشي قبائيل د سرداري تاج د سليمان شاه په سر کيخودو ، سليمان شاه چي د رزړ نواسي او د‌مندړ کړواسي ؤو 

  ١٤٤٠ء کښي چي کله په کابل کښي د تيمور خاندان حکومت وو او د‌کابل سلطنت راتلونکي بادشاه او يواځيني وارث ولي عهد الغ بيګ د سليمان شاه په کور کښي لوئيدو او ځوان زلمي شو - او د‌سليمان شاه زوم هم جوړ شو او بيا د‌کابل بادشاه هم جوړ شو - چي د دي سره د‌خشئ قبائل د کابل د شاهي خاندان سره نيزدي تعلقات هم وو

چي د‌يوسفزئي او د‌‌يوسفزئي د‌ رورولي نور خشي قبائلو په کابل کښي يو نوم شان وشوکت وو- په دهغه وخت کښي په کابل کښي بله يوه هم داسي قبيله نه وه چي د‌خشي يوسفزئي مقابله يي په طاقت سره کولي شوي - بل طرف ته د‌ کابل شاهي خاندان د‌دي خشي يوسفزئي قبيلې نه په يره‌کښي ؤو - هم‌دهغه‌وجه‌وه‌ چي کله ولي عهد الغ بيګ د‌کابل تخت نشين شو نو د يوسفزئي قبيلې نور هم طاقت زیات شو ، او د اخپل طاقت په نشه کښي به يي د بادشاه د‌ دربار آداب نظر انداز کول - بادشاه الغ بيک چي د خشي يوسفزو سره ئي ريشتي او تعلقات وو نو په خکاره ‌جنګ ورته‌ګران وو نو ځکه بادشاه الغ بيګ به په پټه باندي دي د خشي قبائلو په اخپل منځ کښي د‌انخلولو سوچونه او ترکيبونه جوړاول 

اتفاقاً په دهغه وخت کښي د‌ خشي قبائيل د دوه لوئ شاخونو ګګيانو او يوسفزئي په منځ کښي د ملک احمد خان د‌خور په ريشتي ورانه راغله - الغ بيګ خو هم دي موقعي ته ناست وو نو ځکه الغ بيګ دا مسئله نوره هم په اخپل درباريانو ورته هوا ورکړه - دا د‌الغ بيګ بادشاه کاميابي وه چي هغه په اخپل چال کښي کامياب شو او د‌خشي دوه لوئي شاخونه ئي په اخپل منځ کښي اونخلاول - د‌ کابل په مشرقي سرسبزه علاقه کښي د دواړه شاخونه په جنګ ورغله د الغ بيګ بادشاه فوځ هم د ګګيانو په صفونو کښي د ګګيانو د‌مرستي د پاره‌ننوتل - او دهغسي دا دواړه رورياني قبيلې په يو بل د‌تورو او تبرګو بارانونه اوکړل او دومره ويني ئي توئ کړي لکه چي د‌وينو باران شوي وي چي د‌هغي په وجه د جنګ ميدان په غوړه مرغه مشهور شو - دا جنګ د‌لوئ خونريزي نه بعد د يوسفزئي په ګټه باندي ختم شو 

د‌بادشاه د‌خاص مشير د‌ګګياني شاخ سره تعلق لرونکي حسن او شبلي په اشارو باند څه وخت بعد بادشاه الغ بيګ د دواړو قبيلو ګګيانو او يوسفزئي سرداران اخپل دربار ته د روغي کولو په نيت راوغوښتل، بادشاه ده ثابتولو غوښتل چي زه خو ستاسو د دواړو قبيلو خير خواه يم ، او په اعتماد کښي ئي د‌يوسفزئي سرداران واغستل ، څه ورځي بعد يئ يوسفزئ قبيلې ته يو خایسته او لوئ دعوت ورکړو - په دهغه محفل کښي د خايست اچولو د پاره د‌شرابو شروعات بادشاه الغ بيګ پخپله اوکړو - ميلمانو ته خايسته پلاؤ او خائيسته قيسم قيسم خوراکونه او شرابونه ايخودلي شوي ؤو - له دهغي وجي نوجوانان دومره مدهوشي شوي وو چي د کابل محل يي په سر راغستي وو خو بادشاه الغ بيګ هيس نه وئيل بيا هم په تګ کښي بادشاه الغ بيګ د يوسفزئي سردارانو ته لوئ لوئ تحفي او بله مال دولت ورکړو 

دهغسي په اعتماد کښی د‌آغستو نه بعد څه ورځي بعد بادشاه الغ بيګ يو ځل بیا د يوسفزئي بهادرو جنګوجو سردارانو ته دعوت ورکړو - د تير دعوت شان د يوسفزئي سردارانو چي د بادشاه دربار ته راتلل نو د دربار په دروازه کښي ئي د بادشاه الغ بيګ په حکم د يوسفزئي سردارانو نه اسلحي کيښودي شوي چي د بادشاه حکم دي چي اسلحي دي دننه محل ته نه راوړي څوک ! او دهغسې د يوسفزئي سرداران بغير د اسلحو محل ته دننه شول - بادشاه الغ بيګ د‌يوسفزئي سردارانو دروند استقبال اوکړو ، بيا د څه خبرو نه بعد يو لوئ او خايسته دسترخوان خور شو - کله چي د يوسفزئي سرداران د‌خوراک د پاره په دسترخوان کيناستل نو د بادشاه د‌محل د‌ګوټونو نه د بادشاه فوځ چي بادشاه پټ کينولي وو راوتل ، او دهغسي د يوسفزئي 700 اوو سوه سردارانو اخپل لاسونو تړلي اوليدل 

بادشاه حکم ورکړو چي د سردار سليمان شاه نه علاؤ د يوسفزئي ټولو سردارانو نه د‌يو يو نه دي سر قلم شي چي سليمان شاه په اخپل سترګو د اخپل ځوانانو قتل کول په اخپلو سترګو اويني 

بادشاه الغ بيګ چونکي د سليمان شاه په کور کښي لوئ شوي وو نو اويخاندل او سليمان شاه ته وائي چي ستا د زړه څه آرمان دي - سليمان شاه د دي په جواب کښي د دري خبرو درخواست اوکړو اول دا چي زما په ځاي دي ملک احمد خان پريخودي شي ، دويم دا چي ما دي د ټولو اول قتل کړي شي ،دريم دا چي باقي يوسفزئي قبيله چي په هغي کښی خزي ، ماشومان او بوډاګان دي هغوي چي چرته هم ځي هلته دي پريخودي شي - بادشاه الغ بيګ د سليمان شاه درخواست منظور کړو او دهغسي د‌قتل عام حکم ئي ورکړو

د حکم سره د‌باشاه خونخوار فوځ شروع اوکړه او د کابل محل کښي د وينو پوهاري وچليدي د يوسفزو په وينو د‌کابل محل تک سور شو خو د الغ بيګ په زړه کښي هيس رحم رانغي تر څو چي ټول محل خاموشه نه ؤو تر څو چي د‌يوسفزؤ ويني لکه د سيلاب نه وي بهيدلي - او دهغسي باقي يوسفزئي قبيله د‌خيبر په طرف په لاره د‌بادشاه فوځ بيا بيا لوټ کړه 

د سلیمان شاہ پنځلس کلن وراره ملک احمد خان ته د جرګي په زریعه د يوسفزئي قبيلې د سرداري تاج په سر شو- ملک احمد خان بن سلطان شاه بن ملک تاجودين بن رزړ بن مندړ وو- چي کله د‌سرداري تاج د‌ملک احمد‌په سر کيښودي شو نو شپه په شپه د‌کابل نه د خيبر په غرونو په لاره د‌پيښور په لور د يوسفزئي قبيله راروانه شوه ،دا سفر د‌حامله شوي خزو ،ماشومانو، بوډاګانو د پاره ډير تکليف ورکونکوي ؤو- پيښور ته د رارسيدو نه بعد د يوسفزئي قبيلې پنځلس کلن سردار ملک احمد خان د‌ مقامي خلکو نه د‌پناه‌ اغستلو درخواست اوکړو 

په دهغه وخت کښي د پېښور نه دوابه ،باجوړ، سنده او کوهستان پوري د‌‌دلا زاک قبائيل آباد وو او د دلاذاک حکومت ؤو - د‌ملک احمد په درخواست باندي د‌دلا زاک د‌جرګي مشرانو په ترتيب باندي دوابه ، دانېش کول، او د باجوړ علاقي د‌يوسفزئي قبيلې ته ورکړي 

د بد قسمتي نه څه وخت چې د‌دلازاک مشرانو د يوسفزئي قبيلې ته‌دهغه علاقي ورکولي نو هغه وخت د‌دلازاک يو سردار چي د جندول حکمران هم وو ملک هيبو غير حاضر ؤو، کله چي ديوسفزئي قبيله د باجوړ طرف ته راروانه وه. چي هيبو خبر شو نو د يوسفزئي په باجوړ کښي د‌ نه پريخودو قسم يي اوکړو -. هيبو يو عياش او شرابي حکمران وو چي د‌ هغي قيصي اخون درويز رح په اخپل تحريرونو کېي ليکلي دي - ملک احمد د يوسفزئي جرګه حکمران هيبو له اوليګله - خو په دهغه شپه هيبو د‌يوسفزئ قبيلې د‌خزو او ماشومانو ويني توئ کړي د يوسفزئي قبيلې زوړ زخم له روغ شوي نه وو چي دلته يي بل زخم جوړ شو 

نو ځکه د خشي نور قبائل ترکلاني چي د يوسفزئي دا حال اوليدو نو د اخپل روڼو د‌مدد د‌پاره د کابل نه تر باجوړ راورسيدل

هم دهغسي د جندول خليل قبائل هم د‌يوسفزئي په مدد کښي اودريدل ، حکمران هيبو هم د‌دلازاک د شاخونو سرخاني وګهګړ نه ‌جنګجو لښکرو مدد واغستو - حکمران هيبو د‌ تعداد په غرور کښي مست د اخپل صفونو په اول سر کښي په اس سور صفونه يي سمول ،هم دهغسي يو خونريز جنګ اوشو چي د يوسفزئي ، ترکلاني ،او خليل قبائل په شريکه حکمران هيبو ته شکست ورکړو په دي جنګ کښي حکمران هيبو او د‌ هغه رور جهان شاه دواړه په دي جنګ کښي مړه شو او نور لښکر يي جندول ته وزغلاولو

څه ورځي بعد د‌خليل قبائيل د جندول په تقسیم د يوسفزو سره وران شو، دخليل قبائيل ورسره د‌نورو اتحادو قبائيل د‌لاسه يوسفزئي شکست اوخوړ او يوسفزئي د‌جندول نه تر باجوړ اتمانخيل پوری محدود کړل

 يوسفزئي دري کاله په خړ پړ بنجر غرونو دوابه کښي يو لښکر جوړ کړو او د باجوړ نه تر جندول ئي دوباره حمله اوکړه په دي جنګ کښي خليل قبائيل شکست اوخوړ ،او يوسفزئي بیا په باجوړ او جندول کښي آباد کارياني شروع کړي او آباد شول 

د‌هشتنګر نه تر تخت بهائي د دلاذاک قبايل نه علاوه شلماني قبيلې حکمرانانو قبضه وه ،، شلماني سلطنت اول د سلطان سوات سره وو خو بیا روسته‌مير هنده نومي جنګوجو سردار بغاوت کړي وو او د سلطان سوات نه يي ځانله سلطنت جوړ کړي وو

چي کله يوسفزئي د شلماني حدود ته ورسیدل نو دلازاک د يوسفزئي په لاس مير هنده ته شکست ورکولو فيصله اوکړه ،

د دود کالو د‌جنګونو په دوران کښي يوسفزئي او اتحادي قبايلو د‌څو جنګونو نه روسته شلماني قبائل اخپل مرکزي قلعه هشتنګر ته محدود کړل - د‌يو فيصله کونکې جنګ نه روسته د‌هشتنګر شان مضبوطه قلعه سره سره قلعه بيغم، قلعه کلپانړئي تخت بهائي،قلعه کاټلنګ، قلعه سنګاؤ، او نوري قلعاګاني د‌ مال او دولت سره سره يوسفزئي قبيلې د شلمانی قبيلې نه فتح کړلي ، د شلماني سلطنت حکمران مير هنده د سلطان سوات خواته وتختيدو - او دهغسی په باجوړ جندول کښي آباد يوسفزئي هم دهغه علاقو ته د آباديدو د پاره راغلل-

چي کله يوسفزئي قبيله په باجوړ او جندول کښی بهادري اوکړه نو د سوات سلطان اخپل سلطنت په خطره کښې اوليدو

"په سلطنت سوات کښې سوات دير او بونير يو سلطنت ؤو " نو ځکه سلطان سوات د‌اخپل زوئ ولئ عهد اويس د‌پاره د يوسفزئي سردار ملک احمد د‌خور ريشته او غوښتله ، د دي دوه لويو قوتونو ريشتي نه چي بابر بادشاه خبر شو نو بابر بادشاه د کابل نه پکښي مداخلت شروع کړو - د بابر بادشاه د‌غولاولو او مداخلت له وجي چي د سلطان سړي د‌ملاکنڈ نه خکته تلل نو يوسفزئي قبيلې بعض ځوانانو به تنګوال - چي د دي سره د ريشته داري مينه په نفرت کښی بدله شوه، تر د لس کالو پوري دواړه قوتونو په يو بل حملي کولي د بار بار حملو د وجي ولي عهد سلطان اويس په غصه کښي راغي او د‌ملک احمد خور يي شهيده کړه - دا دي خبر اوريدو سره د يوسفزئي سردارانو د‌اخپلي خور د تفوس کولو د‌پاره په جرګه سلطان سوات له لاړل- هلته په جرګه کښي د شلماني سلطنت معزول شوي حکمران مير هنده خرابه خله استعمال کړه او د جرګي بي حرمتي ئي اوکړه 

چي کله د يوسفزئي جرګه واپس شوه نو د يو لوئي لښکر د ملاکنډ د‌غرونو په منځ کښې جواب ورکولو د پاره تيار ولاړ وو- ملک احمد چي دلته ورسيدو نو د‌جنګ اعلان ئي اوکړو -بل خواه سلطان د‌دفاع د پاره په زرونو فوځ د‌ملاکنډ په مضبوطو قلعاګانو باندي اودروالي ؤو، څه وخت بعد د‌يوسفزئي لښکر د ملاکنډ خکته همواره علاقو ته جمع شول ، د څو حملو باوجود يوسفزئي لښکر په دي حملو کښي د‌مشکل او لوړ غرونو له وجي ناکامه شول - بل خوه ولي عهد سلطان اويس ملاکنډ څوکي ته يو اهم فوځي چهاوني حيثت ورکړي او ټول فوځ طاقت ئي هلته جمع کړي ؤو 

 چي يوسفزئي لښکر به په غر ورخښتل نو د بره نه به پري تير اندازي سنګ بازي کيدله چي له هغي د‌ وجی به يوسفزئي لښکر واپس کولو باندي مجبوره کولو 

آخر د يوسفزئي سردار ملک احمد په ترکيب باند يو شپه په مختلفو خيمو کښي اور بل کړو د سلطان د‌فوځ نظر د‌اور په خيمو ؤو بل خواه د يوسفزئي لښکر د شپي په تياره کښی د څو ګهنټو مزل نه بعد په بل طرف غر ته اوختل او په سلطان لښکر ئي حمله اوکړه ، په دي ناګهاني حمله ډير زيات خونريزي وشوه خو آخر د سلطان لښکر د تختيدو لار اخپله کړه -يوسفزئي ځوانان مخ په وړاندي راوان وو او د املوک دره پوري ئي ټولي علاقي قبضه کړي ، په دي اهم فتح کښې نه يواځي يوسفزئي لښکر ته مال او اسلحه په لاس راغله بلکي د ملاکنډ قبضه کول د‌سلطان خائ لاس کټ کولو برابر ؤو 

 د‌ملاکڼډ فتحه کولو نه بعد يوسفزئئ لښکر ميداني علاقو ته‌کوز شو او آله ډهنډ ئي د سلطان سوات د‌پاره فوځي چوکي جوړه کړه -يوسفزئي د‌دير سوات د‌ټولو جنګونو تياري هم د دي ځائ کولي بل د‌دي علاقي اهميت ده وه چی دلته د يوسفزئي سرداران ملک احمد، شيخ ملي، او شاه منصور شان سرداران اوسيدل، د‌ملک احمد مزار په اوس زمانه کښي هم دغلته دي 

په ملاکنډ کښي د‌شکست د‌خبر اوريدو نه بعد منګلور دارولحکوت خالي شو - جنګجو ټول تهانه طرف ته روان شو - سلطان سوات د‌يوسفزو نور د سلطان سلطنت ته د دننه کيدو نه منع کولو د پاره په تهانه کښي د‌فيصلي کونکي جنګ تياري شروع کړي وي - په بله ورځ هم سلطان د‌اخپل لشکر سره په شاهي لباس کښي د جنګ صفونو د‌جوړاولو کښي مصروف وو - لګ وخت بعد فاصلي کميدي. او دهغسي د‌يوسفزئي لښکر او سلطان لښکر په جنګ اونختل ، د‌ماښام پوري په جنګ کښي د سلطان اويس او د‌ هغه نيزدي ريشته داران مړه شول او په آخر کښي د سلطان اويس او د‌هغي لښکر د تختيدو لار اختيار کړه خو بيا هم د سوات سلطنت درولخلافه منګلور د يوسفزئي په قبضه کښي نه وه 

بيا دهغسي د بادشاه بابر سره د يوسفزئي قبيلې د ريشتي نه بعد د يوسفزئي او سلطان اويس جنګونه‌کيدل ، آخر يو فيصله کونکي جنګ اوشو چي په هغي کښي د‌منګلور محلونه قلعه ګاني د يوسفزو په قبضه کښي راغلي او دهغسي يوسفزئي قبيلې ملاکنډ نه بعد دير سوات او بونير هم فتح کړل 

ګګياني قبيلې د‌لاسه خو يوسفزئئ قبيلې په کابل کښي لوئ نقصان کړي وو خو د رورولي قبيلې له وجي يوسفزئي قبيلې ګګيانو ته په اخپلو علاقو کښي جائدادانو ورکړل چي په هغي باندي د‌دله زاک قبيلې سرداران غصه شول ،او دلزاک قوم په اخپل شړ شوي ځوانانو باند يوسفزئي تنګول شروع کړل 

يوه ورځ د‌کلپاني په‌مقام په ګدر "چينه" کښي د يو يوسفزئي پيغلي سره د‌دله زاک شړ شوي هلکانو بد تميزي اوکړه او د‌ هغي د سر نه يي سادر راښکلو ، د‌هغي په شکايت باندي د دلاذاک مشرانو هيس غم اونکړو - دهغسي داسي واقعات ورځ په ورځ ډيريدل چي د‌هغي په وجه د‌دواړو قوتونو په منځ کښي تاؤ تريخ والي راتلو 

د دلا زاک قبائيل نه يواځي د‌جايدادونو په لحاظ سره مالداره وو بلکې د تعداد په لحاظ سره هم د‌يوسفزو نه ډير زيات ؤو ،بل دلا زاک د محمود غزنوي د‌حملو له وجي د‌ کابل نه دلته راغلي وو او پيښور ئي اخپل راج جوړ کړي وو -998ء نه تر 1523ء پوري يعني 525 کاله ئي په دير او سوات د حکومت کولو نه بعد يوسفزئي قبيلې د دله زاک او سواتيو نه دا علاقي فتح کړي 

دله زاک تعداد کښي زيات وو نو هم ځکه د يوسفزئي سردار ملک احمد خان د‌جنګ اعلان اوکړو او بیا يي مختلف قبيلو ته د اتحاد د پاره جرګي وليګلي 

چي د‌هغي په وجه د‌ګګياني قبيلې له طرفه د‌کابل موسي خيل شاخ د‌مدد د پاره تيار شو- بل د‌کابل نيزدي لغمان رياست حکمرانان ترکلانيو هم مدد د‌پاره تيار شو ،محمد زئي د‌ننګر هار حکمرانانو د سردارانو لښکر هم تيار شو دهغه شان. وردګ، مشواني،راهونړي،،سواتي،شلماني،"اتمانخيل چي د دله زاک شاخ دي" خو د يوسفزئي ملاتړ ته تيار وو - چي دومره لوئي قبيلې د‌يوسفزئي قبيلې سره شوي نو د‌يوسفزئي سردار ملک احمد خان د قبيلې په دوه حصو کښي تقسیم کړي 

شهباز ګهړه ته يي اتمانخيل ،ګګياني،او محمد زئ د شيخ ملي په کمان کښي جمع کړل او يوسفزئي قبايل سره د‌نورو ټولو اتحادي قبائلو د ملک احمد خان په کمان کښي کاټلنګ ته جمع کړي 

ملک احمد خان چي د دله زاک دا نه ختميدونکي لښکر اوليدو نو اخپل لښکر يي د غر ته د ختو نه معنه کړه او په جنګ ورغله او دهغسي د افغان د‌دوه قبيلو او د‌هغي سره د اتحادي قبيلو يو تاريخي جنګ وو چي په دوه محازه کښي لګيا وو جنګيدل وايي چې تر ماسپښين پوري په دهغه ورځ خونريزي شروع وه چي د‌ملک احمد د‌عقلمندي او اوښيارتوب له وجي ملک احمد خان يوسفزو ته فتح ورکړه او دله زاک يي د دريا سنده هغه خواه وزغلول- ملک احمد خان د فتح نه بعد لښکر بل محاز ته وليګو نو هلته هم شيخ ملي دله زاک ته شکست ورکړي وو او د‌جنګ آخري زمه دارو کښي مصروف وو- په دهغه ورځ مال غنېمت دومره زيات وو چي په کورونو کښی يي د‌ايخودو د‌پاره ځايونه نه وو 

ھم دھغسي 1523ء ورځ د‌يوسفزو د پاره يو تاریخي او لويه د‌فتحي ورځ وه , 1523ء نه 53 "دری پنځوس" کاله مخکښې د خيبر په خړو غرونو راغلي بي سرو سامان يوسفزئئ قبيلې په 53 کالو کښي پښتونخوا فتح کړه او لوئ لوئ قوتونو سلطنتونو ته چي پکښي شلماني سلطنت ،سوات سلطنت ،جندول سلطنت او دله زاک شان طاقتور قبائلو ته يي شکست ورکړو

سردار شیخ ملی یو بہترین سپہ سالار قانون دان او انجیئر وہ - د یوسفزئی قبیلی سرہ چی څومره قبايل په‌جنګونو کښي مرستې کړي وي ، هغوي ته او د‌يوسفزئي قبيلې په اخپل منځ کښي د زمکو ويشلو ټوله فارموله او قانون او آئين شيخ ملي په 1523ء کښي جوړ کړي وو

د 1523ء دهغه ورځ د يوسفزئي د‌پاره يو تاريخي فاتح ورځ وه چي په پښتونخوا کښي ئي اخپل حکومت جوړ کړو او د 1523نه تر دي کال 2023ء پوري د یوسفزئی قبیلی په پښتونخوا باندي 500 کاله پوره شو 

چي دا وخت هم يوسفزئي په پښتونخوا کښي يو لوئي قام قبيله ده او يوسفزئي کښي دننه بله قامونه او قبيلې جوړي شوي دي 

دا وخت د يوسفزئي قوم اکثريت علاقي چرته چې يوسفزئي آباد دي. په هغي کښي د پاکستان پښتونخوا دير ، سوات، شانګله، بونير، باجوړ، ملاکنډ، مردان، صوابئ ،چارسده پيښور وغيره وغيره علاقي   دي او د دي سره سره په نوره نړي  په افغانستان هندوستان کښي هم په ګڼ شمیر آباد دي 

 •••

 دهغسي د دير يوسفزئي د يوسف خان بابا په اولاد کښي د سردار اکو اولاد دي او د سردار اکو په اولاد کښي د ملک خواجو اولاد دي ،د ملک خواجو په اولاد کښي د سردار ملي بابا اولاد دي نو هم ځک د دير يوسفزئي په مليزئ باندي ياديږي 

ملي بابا د سردار خواجو مشر زوي وو چي د دي په حصه کښي د کوزديرتلاش نه تر بر دير داروړه خان کس پوري علاقي په حصه کښي رسيدل وي - سردار ملي بابا يو مزهبي او سياسي سردار په حيثيت سره په کوز دير حاجي آباد کښي رهائش پزير وو په اخپل دور کښي ئي د دير ، کوهستان، باجوړ، قشقار چترال سوات پوري ئي په ډير اثر ورسوخ سره سرداري کوله 

د ملي بابا اولاد په څلور  شاخونو کښي دا وخت تقسیم دي  په دير کښي چي په څلور لويو قبيئلو سره ياديږي 

چي په هغي کښي قبيله پاينده خيل، قبيله سلطان خيل ،قبيله اوسي خيل ،قبيله نصير الدين خيل دي

د يوسفزئي مليزي په څلورو قبائل کښي دا وخت لويه قبيله پاينده خيل ده ، او په دويم نمبر پسي سلطآن خيل ده چي دا دواړه قبيلې په بر دير کښي آبادي دي ، او اوسي خيل او نصيرالدين خيل په کوز دير کښئ آباد دي  

   وسیم خان یوسفزئی

🌸•••🌸 



Comments

Popular posts from this blog

افسانه : د راحتي انتظار

د محمود خان بابا ژوند