افسانه : په ژوند تنګه


ليکوال    وسیم خان یوسفزئی 



نجمه د نهه کالو ده او د پلار مشره لور ده د نجمی نور هم دري خويندي او دوه ورکوټي روڼه دي خو هغه له ورکوټي دي - نجمه هم ورکوټي ده خو چونکی مشره ده او په غريب کور و خاندان کښي ئي سترګي غړولي ځکه پري زمه وارياني زیاتي دي - د نجمه پلار په قد غټ لويه ګيره اور روغ رمټ بی روزګاره انسان دي چي هيس کار روزګار نه کوي کور په قلاره پروت وي، هيس د اولاد د خوشحالو او ضرورياتونو پوره کولو غم ورسره نه وي - بل خواه په کور کښي د نجمه يوه بوډي نيا هم ده - دهغه کور د غر په سر د خټو ګټو يو ډير جونګړه او کڼډر کڼډر تصویر خائي  


وخت تيريده د نجمه د پیدائش نه بعد پنځه بچي نور هم اوزیږدل - خو د نجمه پلار په کور ناست وو هر څومره که د اخپل کور او د ځان د ډوډي وس ئي کيده يا نه خو بل خواه دهغه خبره ئي زهن ته اچولي وه چي رزق الله ورکوي او د اخپل څو منټو د شوق د پاره ئي پرله پسي بچي زيږولي وو - دهغه د نجمی د پلار کم علمي وه چي د هغي خيال وو چي رزق به ماله الله بغير د څه محنته راکوي - خو دا خو د قدرت قانون نه دی چي چاله بغير محنته رزق ورکړي شي - هر څومره که ئي اخپل مالي حالات او دکور حالات خراب وو خو بيا هم هغي د بچو په پيدا کولو کښي هيس کمي اونکړو او هيس دي ته ئي اونکتل چي دهغه بچو ته رزق پيدا کولو سره سره د دهغوي نور د کپړي پيزار تعلیم تربیت او نور د ژوندون د ضرورتونو پوره کول خو به زما په سر وي - دهغه بچو ته ژوند جوړول او خائسته کول خو به زما زمه واري وي - هم دهغه وجه وه چي زيات بچي ئي پيدا کړه او مالي حالات ئي د مخکښې نه خراب وو نو په داسي حال کښي به د بچو پالنه څنګه په ښه ډول شوي وي؟ څنګه به ئي ورته د ژوند ضرورتونه تعلیم کپړه پيزار او رزق پوره کړي وي؟ د نجمه سره نور خويندو او وروڼو کښي يو هم سبق نه ويئلو او نه ئي په اخترونو چرته ښي جوړي اغوستی وي - کله به ورله يو چا استعمال شوي جوړه ورکړه هغه به ئي واغوسته کله به بل چا او په دهغه پرادو جامو کښي به ئي اخترونه هم تيراول او ژوند به تيريدو - هر څومره که دهغه د بد حالي غريبي ژوند سخت وو خو بيا هم نجمه او نور روڼه يا خويندي تري په دهغه کم عمر کښې څه خبر وو يا د ژوند په دهغه فلسفه څه پوهه وو - چي څه راوان دي او څه کيږي ځکه چي د کور ټول کارونه خو به ئي مور کول  


دوخت سره سره د ژوند د دهغه سختو او بد حالی سره مخ کور کښي د نجمه د مور د سر رګ شليږي او وفات کیږي چي د دي سره د نجمه ژوند نور هم د سختو سره مخ کیږي او نجمه به د مور په ځاي هغه ټولي زمه وارياني په لګ عمر کښي سنبالوي - کم چي د نجمه مور سنبالولولي - دهغه زمه وارياني څومره زياتي او ازیت ناکي کیدای شي چي د نجمه د مور د سر د رګ شليدو سبب هم ګرځي


د مور د وفات نه بعد نجمه سره د اخپل روڼو او خويندو يتيمان شول - او نجمه د کور د کارونو سره سره د اخپلو کشرانو خویندو او روڼو خيال هم ساتلو-دهغه زمه واري په ډير لګ عمر کښي د نجمه په سر شوه چي يو طرف ته به ئي د بي رحمه پلار د طرفه وهل ټکول هم خواړل نو بل طرف ته به ورته بوډي نيا هم بار بار قاريده د يو ماشوم وجود د پاره دهغه زمه وارياني او ذهني ازیت د زغملو نه وو


دهغه قاريده، وهل ټوکل زهني او جسماني تشدد او زمه دارياني سره د بي وسو د نهه کالو د نجمه د پاره ازيت ناک وو چي د زغملو نه وو خو بيا هم څه کيدي شو ورسره سواه د زغملو نه ځکه چي په ريشتو کښي رحم انصاف او پوهه نه وه او حالاتو اخپل امتحان اغستلو چې د نجمه د لوبو او سبق وخت د سختو او ازيت سره تيريدو 


ماسخوتن کیږي چي پلار ئي نجمه ته غصه وي په قار ورته رالږي چي غصه ئي د بي رحم پلار دومره زياته شي چي ماشومه نجمه باندي تشدد کوي وهي ټکوي ئي تر دي هده چي په نجمه پسي ټوپک راخلي او د ويشتو کوشش ئي کوي خو د ماشومي نجمه د صبر حد تماميږي - نجمه اخپله شپه سره د اوښکو د سيلابه د زهني او جسمانی تشدد سره په لوي ازیت کښي تيراوي په دهغه شپه نجمه ځان د پاره د دهغه ازیت نه د خلاصي لار ګوري په اخپل ژوند په داسې لګ عمر کښي ماتم کوي په کم عمر کښي چي نه د ژوند په مطلب پوها ده او نه د ژوند نه خبر ده چي ژوند څه دي؟ په دهغه شپه سره د اوښکو د يو لوئي ازیت سخه نجمه ځان ته د دهغه ازیت نه د خلاصي لار موندي کړي او د اوښکو د يو لوئ سیلاب سره سحر شي 


 سحر بيا نجمه پاسی او د کور کارونو او زمه دارياني پوره کولو کښي بوخت شي - خو دهغه ماحول او زهني ازیت ئي ژوند ته کله پريږدي بيا هم نجمه اخپله دو کلنه ماشومه خور غيږ کښي اخلي او د کور سخه اوځي چي اخپله خور قلاره کړي او د سيند په طرف لاړه شي ماشومه خور د سيند په غاړه کينوي ورته وائي چي ته کينه او ماته د دهغه ځائ نه ګوره - خو ما پسي ما راځه! دو کلنه خور ئي دهغه منظر د لري ويني او نجمه سيند ته نيزدي کيږي شاته شاته اخپلي دو کلني خور ته ګوري د ټاټا بائ بائ لاس ورته واهي او بیا د سيند بي رحمو چپو ته ټوپ کړي - د سيند دهغه بي رحمه چپي ئي په مخه کړي او د نجمه د ژوند خاتمه د هميشه د پاره اوکړي-او نجمه د دنیا د ژوند د دهغه ازیت خلاصه کړي 


په علاقه کښي ئي خلقو خبر خور کړو چي د دهغه ماشومي نجمي زهني حالت ټهيک نه وو ځکه ئي سيند ته ټوپ کړو او خودکشی ئي اوکړه - خو په شاه د دي چي د دومره لوی ازیت سره مخ نجمه محض په نهه کلن عمر کښي د خودکشی سوچ کوي او دهغه ازیت نه د خلاصي لار موندي کوي


چي د ژوندون د مسئلو بار بار غندنه کوي

څوک ليوني نه وي چي هسي ځان وژنه کوي


په دي خبر يم خودکشي کړه ربـه تـه حرامـه

خو آزمایښتونه دي بلا سخت ګوزارونه کوي


زما د دهغه خودکشي جرم کښي ټول شريک ئي 

هم ریاست و معاشره زماپه زهن آوازونـه کوي


څه د قدرت دا نظام څه د معاشري احمق تـوب

زمـا زهني حالات ئي هـر وخـت پلټـنه کوي


وسـيمـّـه دا نظام د چا دي آخر څوک ئي چلۍ؟ 

که ئي خدائي موجود وي صرف ئي څارنه کوي؟



! او شاهد قماش هم ليکئ 


مرګ ته انتظار فقط په شوق کښي د فنا کؤم

دا د مرګ نه پس د زندګۍ لپاره نه کؤم


وخت دې وخت په وخت راته حالات خرابوي کنه

زه خو څه کوشش د خودکشی لپاره نه کوم


سبق : لوستونکښي د دهغه افسانی نه دا سبق اغستي شي چی د فطرت په دي نظام کښي د وخت امتحان ډير بي رحمه دي چي نه ماشومتوب ته ګوري او نه بوډا توب ته ګوري - چي کله وخت ستا نه د امتحان اغستلو فيصله اوکړي نو اخپلي د ويني ريشتي درته هم اوور شي - بل که مونږ پخپله په بد حال يو او د مالي ستونزو خکار يو نو بايد چي مونږ اخپل دهغه بد حال ته نور ساه لرونکي د بچو په شکل کښي اونځيږوي - بايد اول اخپل ځان د دي جوګه کړي شي بيا هله نور ساه لرونکي اوځيګولي شي! ځکه ستاسو اولادونه ستاسو له وجي دنيا ته رادرومي او په تاسو عقلي طور فطرتاً او اول يو شمير حقونه لري - دوي ته رزق پيدا کول د ژوند ضرورتونه ئي پوره کولو سره يو ښه او خوشحاله ژوند ورته ورکول ستاسو زمه واري او حق وي دا د الله په نوم پريښودلي يو لوئي ناپوهۍ او احمق توب دي - او که چري تاسو نشي پوره کولي دهغه زمه دارياني نو تاسو هيس حق نه لري چي نوي ژوند اوځيږيګوي - د بچو نه د لوبو او سبق په عمر کښي د مشقت کارونه اغستل او زهني ستونزو سره ئي مخ کول هم محض بي رحمي ده که تاسو د ژوند په اوله او دويمه حصه کښي د اخپلو بچو حقونه ادا کړه نو د ژوند په دويمه او دريمه حصه کښي به هغوی ستاسو حقونه ادا کړي کم وخت چي ستاسو د ژوند آخري حصه وي 


وسیم خان یوسفزئی 

 ٨ اپريل ٢٠٢٥ 

🌸•••🌸 

 


 

Comments

Popular posts from this blog

افسانه : د راحتي انتظار

د محمود خان بابا ژوند

دیوسفزئی قبيلې مختصر تاريخ حالات، فتوحات او د پختونخوا قیام