ټپي (پښتو)
![]() |
| ليکوال وسیم خان یوسفزئی |
د امريکي نه جينې راغله
په کړاس کړاس خاندي ديروجی هلک کوينه
🌸•••🌸
زه او سپوږمۍ په مثال يو يوؤ
د تنهايي په رنځ اخته ژوند تیرونه
🌸•••🌸
زما د سر ويخته ټول سپين شو
جانان ګبين شو بوډا کيږي نه مئينه
🌸•••🌸
که د پښتو غم راسه نه وي
زما دا لاس به ستا په لاس کښي وي مئينه
🌸•••🌸
باران راخکښي شو غم مي ډير شو
د چا خيالونه راله راغلل زړه مي چوينه
🌸•••🌸
خدايا زما جانان زما کړي
که زما نشو زه به مړ ورپسئ شمه
🌸•••🌸
د پیښور نه بره راشه
دير ته راځاه زه انتظار درته کومه
🌸•••🌸
زما جانان د رنګه سپين دي
داسي ظالم دي اخپل ديدن نه راکوينه
🌸•••🌸
که ته د کلي د خان لور ئي
کم درنه نه يم زه بادشاه د زړوڼو يمه
🌸•••🌸
زما چي ځان ته فکر لاړو
يار رانه لاړو زه ئي یواځې پريخودمه
🌸•••🌸
خدايا صبر راله راکړي
ما د جانان غم ژاړاوئ او زړه مي چوينه
🌸•••🌸
د معاف کيدو قابل خو نه يم
ځاري به کوم که چرته سوال مي قبول کړينه
🌸•••🌸
د غريبي ژوندونه تير شي
که څومره هير شي نه هيريږي ستا یادونه
🌸•••🌸
د دنيا ژوند څومره دهوکه ده
نن درته خاندم صبا نه به يم مئينه
🌸•••🌸
په زنکدن کښي خواله راشه
يو آخري ديدن دي اکړم درنه ځمه
🌸•••🌸
یو وخت به داسي ګرانه راشي
ته به ارمان زما کوي خو نه به يمه
🌸•••🌸
ماته اخپل وطن ياديږي
پرادي وطن کښي ژوند کوم ژاړه راځينه
🌸•••🌸
د جانان کور د غر د پاسه
مونږه يو لاندي ځان ته ئي ولي ولي کړونه
🌸•••🌸
د جانان سترګي داسي ښکاري
بيګه چي ټوله شپه شوګير ئي کړي وينه
🌸•••🌸
د اخپل زړګي حال درته وايم
څنګه ئي اووئيم زړه مي ډير کوي دردونه
🌸•••🌸
که دي زما طرف ته پام شو
په سترګو شنو به اشاري درته کوومه
🌸•••🌸
زما ئي شني سترګي خواښيږي
چي راته ګوري څه بله خوند راکوينه
🌸•••🌸
سترګي دي ځان ته شه جانانه
دم ګر ويئلي چي نظر اغستي يمه
🌸•••🌸
که دي زما سترګي خواښيږي
په سترګو څه کړي زه قربان لتانه يمه
🌸•••🌸
زما خو زړه وو زما ځان وو
کم اصل يار وو زه ئي داسي پريخودم
🌸•••🌸

Comments
Post a Comment