کالج ته تګ په واپسي کښي يوه سفید پوشه پيغله ليدل
![]() |
| ليکوال وسیم خان یوسفزئی |
سـحر چــې پاسيــدم ځــان مي کالــج د پــاره تــيار کــړو مور مي راته چاۍ پراټه راوړه هغه مي وسخلي - بــيا د کـور نه اوتم د کـــور د دروازې نه مې ګاړي ته اشـــــاره اوکړه په ډيره فاصله کښې وو رانه خوبيا يې هم ګاړي اودراؤؤ راته - ځکه چې ګاړي مي د تره د زوي شهــــزاد وو ګاړي ته چې اوخــــتم معلوم شوه راته چې په هغي کښې مي مشر رور ريـــــحان خان هم د شهزاد سره موجود وو دهغه دواړه په اخپل څه کار سره تــــيمرګري ته تلل نو زه يې ځان سره کالــــــج پوري ويخجول -د کالج په يونيــــــفارم کښې مي کوټ او ګلى بان بدل وو نو ګاړي کښې مي رور ته اوئـــيل هسې نه دا کوټ او ګلي بان رانه د کالــــــج په دروازه کښې اوباسي نن خو سـمه ويخني ده -نو رور مي راته اوئيل چي ته خـيال ولي نه کوي د کالج کوټ به دي اغوستي وي کـنه- نو ما اويل د کالج کوټ مي له نه دي اغســـــتي! نو هغې راتــــه د واړي بـــازار د يو مارکېټ باره کښې اويل چي کالــــــج چهټي نه بعد هغـــلته کښې ځانله د کالج کوټ اوګوره - او اوس ورشه که ويسته يي درنه دهغه کوټ نو څه بـــهانه اوکړه! چي د بل ځايي نه راغـــــلم د کالــــــــج کوټ رانـــه کـــور پاتـــي شـــــوي دي
د ګاړي نه کوز شوم د کالج په ګيټ چي دننه کيدم " سر " خو نه وو خو د کالج نوکردډيرو واړونه دهغسي قيسم د يونيفارم نه بدل کوټونه ويستل ما چي دا هرڅه اوليده د کالج د ګيټ نه واپس رابهر شوم په يره کي اوم چي نن يخنۍ دا که چیرې ماتـه د بلوز ويـستو اويي نو د يخنــۍ د لاســـه خو به مانه يو کلاس هم وانغستــــۍ شي - خو خــير بيا مي د الله پاک نوم واغــــــستو او واپس په ګيــــټ دننه شوم ډير واړه ولاړ وو کوټونه يې ويستل او زه تري د الله پاک د نـــــوم په برکت سره واغوختم د نوکر راته پام هم نه شو - کـــلاس ته ورلم "سر" لګيا وو ليـــکچر يې شوروع کړي وو خو په کلاس کښې هلـــکان يو څو ناسـت وو نور ټول د کلاس نه بهر د نمر پتاوي کوو او جينکۍ ټولي ناستې وى زه هم په دهغه يخنۍ کښې په کلاس کي کيــــنساتم يو کلاس وشو په دويم کلاس کي د انــــګليش سر چې راغي نو د کلاس په اول کــښې راته وايي هلکه ته خو کلاس کي نوۍ نه يې ما ويل "نه سر" سر ويل نو ستا شان داسې غټ ويختو والا خو مي کـلاس کښې نه دي ليدلي زه خاموشه ووم! خو خواه او شاه کښې نــاست واړو ورته ويل سر دا ملمه دي نو سر مزاحيـــــه انـداز کښې ويل چې ميلـــــــمه دي نو خه خــــــيال يې اوســـــاتــــــي
دهغسي بيا بل دريم کلاس د کمپـــیوټر وو نو د کمپیوټر ليب ته لاړو هلته هم سر لکــــچر ختم کولو نه بعد د هلــــــــکانو فرزينــــټشن شروع کړي خو بعض هلــــکانو د خبرو له وجي لکـــــچرر واړو ته خبرو نه منع کولو اويل چي خـبري مه کوي خو د دهغه فرزيــــــنټشن دوران کښي د کــلاس يو ملــــګري رانه لري ناست وو نو ما ورتـــه په اشــــاره کي ويل چې ستا فرزينټشن شوي دي؟ نو هغه هم په اشارې سره د اؤ جــواب راکو خو په دهغه وخت کښي د سر ماته پام وو او ما مخ ته ماسک اچولي وو نو دا سر دا خـــــيال وو ګني چي مه خبرې اوکړي نو سر ماته د پاسيدو د پاره اويل په تريح انداز کښې او بيا يې راته د کلاس نه د بهر وتلو هم اويل ما څه اونويل او راوان شوم خو لکچرر هلکانو ته وویل چي د دي د کلاس نمبر څــه دي؟ او ســى-آر ته وايي نن دي کلاس کښ غـــير حاضر او لـګوي، خو ما پري غواګ هم انګـــراؤ او په منـــډا د کلاس نه اوتم ،، په زهن کښي مي ليــــکچرر ته رد بــد ويـــل ځکـــه چي د ټول کلاس د مــــخي د کلاس نه ويســـتل ماته مناسب نه خکاريده - او بل ماته عجــــــــيبه ځکه لګيده چي دا زما د څوارلس کاله تعليمي سفر کي ړومـــبي ورځ وه چې يو "سر" زه د کلاس نه اويستم په دهغه ســــــــوچ کښې ووم غصه ووم نو راتلونکې نور دوه کلاسونه مي هم پريـــخوده او لاړم د کلاس سره سره د کالج په وار هم اواتم او د ديــر چترال په شاهراه اودريدم د لګ انتظار نه بعد رکشه راغـــــله ورته اوختم د واړي بازار ته رالم ، بــــازار کښې مي يــاد شو چي "مـــور مي راته هم په مخه وايي چې ويخــته واړه کړه" او کلاس کښې هلـکان هم وايي چي ويختــــه دي غټ دي نو ورغلم هير ډريسر ته هير ډريـــــسر کښې ناســت ووم يو دوه نمـــــــــبرې رانـــــه مخــــکښې وي انتــــــظار مــــي کـــــوو
چــــي يو ځـــوانه جيني قميـــــص واله بـورقه يې اغوستي سمــارټ خکاريدله رادنـــــنــــه شوه او آواز يــــې اوکـــــړو
"اي زمـــا نــه بلــــپايـــنـــونـــه واخــلـي"
په دهغه آواز کښې مه ډير درد او بى وسي محــــــسوس کړو او حيران هم شوم ځکه چې د دي نه مخکي مه داسـې څوک ميــــرمنه نه وه ليــــدلې چي هغه خــــــرڅ کوي او په داسې منـــــتونو اخـــــــــــپل بلپــــايـــــنونــــه خــــــرســـــــــــوي
يو سعت مي سوچ کوو چي دا څومره بي وسه ده د الله پاک عجيبه تقسیم دي خفا شوم پري چې بيـشکه په سر يي د چا سايه نيشته ځکه خو ژوند په يو داسي علاقه کښ مجـــبوره کړي او امتحان تري اخلي چي هلته کښې ميرمنو ته بغـــير د ضـــــــــــرورته د کور نه د وتـــــــو اجـــــــــــــازت هم نه وي
هغه مـــيرمنه زما نه مخکي نمبر واله هلک ته ولاړه وه وايي "بــــــال پــــواينـــټ رانــــه واخــــلـــه پـــکار به دي شــــي "
خو هغه هلک تري نه اغسته، هير ډريسر واله خانــــدل وايــي مونږ ســــکول واله خو نه يو چې بال پوایــــــنټ درنه واخلو
خــــــو ما زر آواز اوکړو "راوړه زه درنه واخـــــلم" راغله بال پواینټ يې راته اونيوو وايي يو بل پواینټ په شل روپۍ دي
مه شـــــل روپــــۍ ورکړې بالپوايــــــنټ مي تري واغســـــتو
" حالانکي زما بال پوائنټ ته هـــــيس ضــرورت هــــم نه وو او ماسره جيب کښې اخپل دوه پراته وو خو صرف د هغې د در لرونکي آواز له وجي او بل په دهغه سوچ چي دا ســـومره خود داره ده چې چاته هيس لاس نه نيسي او ســـــوال نه کوي بلکې اخپلا د حلال رزق ګټلو کوشـــش کوي او په دهغه سعت کښې مي سوچ وو چې کاش زه د دي قابـــل وي چي د دي ميرمنې نه مي يو يو بل پواینټ په دوه دوه ســوه روپۍ اغستي وي او دهغه ټول ډابي مي تري آغستي خو زمونږ هم د طالب علمي زمانه ده او د طالب علمي دور کښې يو طــالب پخپله د ډيــــــرو مــــــسلو خکار وي نو دهـــــغه رانه انشوه
چي بيا روســــــته هير ډريسر واله ورته آواز اوکړو چي دلته راشــه - هغي ته يې هم ورکــــوؤ خو هغې ورتـــــه هم روپۍ ورکړې او وي ويل ورته چې زما بالپواينټ نه پکاريــږي دهغه روپۍ داسـې واخــــله او بالـــپواينټ هم هغه ميـــــرمنې هم دهقسۍ اکړه دواړه يې واغسته او ډيره دعا يې اوکــړه هغه هـــــــــيـــر ډريـــــــسر تــــــه او لاړه هــــلــــــتـــه نــــــه
خو د هغې مـــــيرمنې د تګ سره زمونږ هم سوچ بدل شو آو لګ اخبار کتلو نه بعد زما نمبر راغي ويخـــته مي واړه کړه او او راغلم کور ته د ماسپــــــښین روټۍ وخت وو چې کور ته راغلم د داجي او خاندادا ( تره) سره روټي ته کيـــــــــناستم ډوډي مي اوخوړه بيا مونځ او بيا د قــــرآن تلاوت مي اوکړو خو د بازار د شور له وجي اکـــثر زما په سر درد راځي نو په سر مي درد وو خو د دوبي نه مي يو ملګري ټلـيفون کړي وو نو د مازيګر مانزه پوري د هعي سره مشغوليدم هغه هم پوره اوزګــــــار وو او په دهغــــــه چـــل ول کښې ماښـــــــام شو
خو دا اوس ماښـــــام مي بيا يک دم زهن ته د هغي مـيرمنې قيصه راياد شوه،،او قيسم قيسم سوچونه مي شـروع کړه که يو طرف ته مي په اخــــــپل حال د الله تعالى شــــکر ادا کړو نو بل طرف ته د الله پاک په دهغه تــــــقسیم حــيران شوم چي آخر ولي الله پاک بعض خلـــکو له دومره څه ورکړي چي هغوي يې په ختــــــمولو پسې حيران دي او بعض خلق د يو وخـــــت په ډوډي پيــــــــــدا کولو پـــــسى در بـــــــــدر دي؟
او دهغه سوچ مي هم اوکړو چې زما بال پوائنټ ته ضـرورت نه وو - نو بيا مه تري ولي واغـــــــــــست دا به مي ورته هم پريخي وي - په بل چا به يې خرس کړي وي،، خو ځان ته مي په دهـــــــغه خبره تــــــــسلي ورکړه چي خيـــــــر دي چــــې د خـــــــــوددارو خـــــــودداري پـــــــه ځـــــــاي شـــــــــي
او پيغام مي هم دکه دي چې د داســـې خوداره خلقو نه چې څه اخلي نو په ګرانه نرخه يې تري اخلي! هسې ورته پيـسې مه ورکوئ هسې نه چې ستاسو هسې پيــــسې ورکول هغه د خود داري نه واړاوي او سوالګري ته جوړ شي او د ســــوال مرض بـيا وتـــــل هم ګران وي ځکــــــه چې انسان په لګه نه خوشحاليږي نو هغه به بيا د ډيـري د پاره ډير ســـــوال کوي چي بغير د ضرورت سوال کول په اســلام کښ هم ګناه ده او د معـــــــاشري خـــــلک ورتــــــه هـــــم په کچ نـــــــظر ګوري
الله دي د هر غريـــب د غـــــــيبو نه مدد اوکړي، يو خـــور دي هم بــي روره او بي پــلاره نــشي - آمــين
نن چي ما څه اوليدل هغه مي اوليـــکل ما غوښتل چې دا زه د اخــپل ژوند په کتابچه کښي وليکم
وسـيم خـان يوسفزئی
🌸•••🌸

Comments
Post a Comment