پخوانی ژوند څنګه وو؟ څه حالات وو؟ د بابا سره مکالمه
![]() |
| ليکوال وسیم خان یوسفزئی |
دژمي موسم وودجنوري میاشت وه د کور سخه بره دسړک په غاړه مشر رور ريحان او زاهد ولاړ وو - زه هم دکور نه بره اوختم دهغوي سره اودريدم او لګيا وو خبري مو کولي او دژمي دموسم دنمر فتاوي مو هم ورسره کولو بابا مي په سړک راوان وو هغه هم زمونږ پله راوګرزيدو "بابا چي د مور پلار مي دي هغوي سره هم په يو ګاوڼدکښي ژوند کوو" بابا راغي او هغه هم کیناسته ريحان او زاهد څه وخت پوري ولاړ وو خو طرف ته وو او بيا په اخپل کارونو شول او زه د بابا سره کيناستم دنمر فتاوي ته او دبابا سره مي مکالمه شروع کړه د هغي د ژوند په حوالي سره او دپخواني او اوسني ژوند حوالي سره
زما بابا چي ميا سيد ګل زرين جان نوميږي - د بابا سخه د څه خبرو او څه پښتنو نه بعد د کلي د د يو څو مشرانو حوالي سره پښتنه مي اوکړه نو بابااوئيل چي پلانکي پلانکي کشر دي رانه او پلانکي مشران دي او په دهغه خبرو خبرو کښي معلومه شوه چي بابا څه د بره اوويا کلن دي دبابا نه دژوند حوالي سره په پښتنه باندي راته بابا د اخپل ژوند قيصي اوکړي
![]() |
| د ميا سيد ګل زرين جان بابا په مکه مکرمه کښي د اخپل مشر زوم نواب سره عکس |
بابا نه مي پښتنه اوکړه چي بابا مخکښي ژوند ښه وو ستاسو په نزد که اوس ژوند ؟
بابا ځواب راکړو چي ژوند خو اوس ښه دي د سهوليات او د دي هر څه په نزد ،، خو پخواني زمونږ دپاره ځکه ښه وو چي ځواني وه بيمارياني نه وي اوس بيمارياني ډيري دي او عمر هم پوخ دي او پخوانو خلقو کښي دومره مرضونه نه وو څومره چي اوس دي
بابا وائي .... چي ژوند داسي وو چي مونږ اول ډيره غريبي نه وه ليدي ځکه چي زما نيکه اخپله زمينداره وه د اوړو جرنيدي ئي وي او دي سره سره به ئي ترکاڼي هم کوله او داسي ترګان وو چي بل ترينه په علاقه کښي اوښيار نه وو په قام باندي سيد وو خو د ترکاڼي کسب ئي ياد وو ځکه ئي د اخپلي زمينداري او جرندو سره ترکاڼي هم کوله
![]() |
| د کلي د جرندي عکس |
بل په هغه زمانه کښي چي د چا د اوړو جرنيدي وي هغه به خه وو ځکه چي په هغه زمانه کښي دلته بازارونو نه وو هر سړي به اخپله کرله اخپل غنم جوار شولي او سبزياني به کيدلي او په اخپل فصل به ئي پخپله ځان ساتو چي د چا به اخپله زمينداره نه وه هغي به دبل سړي زمکه په نيمه کوله او دهغسي ځان له به ئي هم کوله او دزمکي مالک له هم او د دهغه جوار غنم د اوړو کولو دپاره نورمشينونهخو نه وو نو د دهغه اوړه کولو دپاره صرف دخواړونو يا سيندونو په غاړه به جريندي وي چي داوبو په مدد سره به دکاڼي نه جوړه شوي مشين يعني جرندي چليدي او اوړه به ئي کول نو زمونږ دهغه جرندو له به ډير دلري لري ځايونو خلقو اخپل غنم او جوار راوړل او دهغسي زمونږ به په پنځلس ورځو کښي تقريباً څه دبره پنځلس منه اوړه د جرندو نه کيدل - بازارونه او کاروبارونه داسي نه وو څنګه چي اوس دي بازار کښي به يو څو دوکانونه وو بازار نه به مو صرف ګوړه چائي او دمالګي ګټ راوړو او پخپله به مو ميده کوو داستعمال د پاره او ګرزديل به ټول پيدل وو دلري لري پوري که بازار ته په تګ وو يا نور چرته صرف پيدل به ګرزيدل وو ، بټ خيلي يا پيښور ته به دتګد پاره صرف يو کچه سړک وو په هغي به دوه بسونه صرف تلل -نور دلته که مشر که غریب هر سړي به پيدل ګرزيدو څه څوارلي يا دڅوارلي لاري به نه وي - بيمارياني به ډيري نه وي خو بيا هم کمه چي وي دهغه بيماريانو علاج به مو پخپله کوو يا به دموليانو په دم درود سره کوو هسپتالونه ډاکټران ماهران هيس نه وو د موليانو د دم سره به شفا نصیب کيدله - يو ورځ زما لاس خوګ شوي وو نو د واړي په کوز بازار کښي يو ډاکټر ګوټي شان وو نور څوک نه وو مه هغي ته ويوړ نو هغي چي زما لاس وليدو نو يخني پري راغله او څه ئي ورسره هم نشو کولي نو پخپله مو په ټکور وغيره سره به علاج کوو - د شپي درڼا د پاره به مو لاټين ، ډيوه، يا ليتکي بلؤو بجلي هډو چا پيجنده نه - وادونه کښي په دري څلور ورځي مخکښي ډنګ ډونګ شروع کيده او ښه په مستي سره په وادونه کيدل ، مينه خلوص ډير وو د يو بل سره به په نره اودريدل په غم ښادي کښي، ښادي کښي هلکانو او جينکو به يو شان لوبي کولي د اوس دور شان بد نيتي او خراب چلونه او سوچونه نه وو - دنوري دنيا حالات خو څه چي دنوري دنيا نه هم نه وو خبر چي نوره دنيا شته صرف د پاکستان او کابل زکر به مو اوريدو نور چي دا اوس کمه امريکا او روس دوبي سعودي يورپ دا ملکونه چي ستايلي کيږي او تګ راتګ ورته کيږي زمونږ په دور کښي مونږ ته د دي هيس څه علم هم نه وو - سبقونه هم نه وو خو دلته د کوټ خونه لاندي به يو استاذ وو هغي به وړو ته سبق وئيل خو چا به ډير سبق نه وي ځکه چي کتابونه اغستل او دا هر څه باندې به خرچه راتله او چا به دومره خرچه نه شوه کولي - زما نيکه زما مشر رور کينولي وو سبق ته خو دهغي شوق نه وو نه ئي وئيلو ما هم نه دي وئيلي سبق
مونږ ډير واړه وو چي وبا راغله زما نيکه او پلار مور او دوه تروڼه ټول وبه کښي وفات شو يو تره مي شهيد کړي شوي وو - دهغوي د وفات نه بعد زه او مشر رور او خور او يو دتره لور پاتي شو خو مونږ ډير واړه وو اخپل جرندي او زمينداري مو پخپله نه شوي سمبهالولي - دهغه نه بعد مونږ مالي طور خراب شو ځکه چي څوک مو دسهبالښت نه وو نو هغه نورو خلکو کولي څه وخت پوري يو کور واله سهنبالولي هغوي چي چل ياد کړو هغوي له ئي بيا بل ځائي جرندي جوړي کړي نو زمونږ واله بيا بل کور واله کولي نو هغوي به مونږ له تري څه نه راکول ټوله ګټه وټه به ئي ځانله ايخوده - بيا چي مونږ ددي قابل شو نو ما او مشر رور مي اخپله زمينداره او جرندي پخپله سهمبالول شروع کړه - دکور دسبهالښت د پاره مو دزمکي څه حصهخرڅه کړه رور ته مو پري په کم عمري کښي واده اوکړو - رور مي دکلي زمکي او جرندي سمبالولي او زه ترينه دکلي بهار مزدورو ته لاړم پيسي مي ګټلي او مشر رور ته مي ورکولي او دهغسي دژوند پايه راونه وه - بيا ډير وخت بعد زما واده هم اوشو او بيا وخت تيرده تيرده زما عمر پوخ شو - زما د ورکوټوالي او ځواني قيصه د دير د نوابي دور قيصه ده - او بيا چي نوابي دور ختم شو او دهغه لګ ډير کارونه وشوو نو چي ډير روسته زمونږ دکلي د جينکو پرائمري مکتب جوړ شو نو په دهغه مکتب کښي مي په پوخ عمر کښي سرکاري نوکري اوشوه - او دهغسي ددويشت کاله سرويس نوکري کولو نه بعد ريټار شوم
•••
دهغه زما د بابا د ژوند مختصر شان قيصه وه کله چي خبر شوم چي بابا ورکوټوالي او ځواني د دير په نوابي دور کښي تيره کړي نو د بابا سخه مي د دير د نوابي دور حوالي سره هم پښتني اوکړي - بابا نه مي پښتنه اوکړه بابا نوابي دور څنګه وو او دا خلق وائي چي نوابي دور کښي دومره پابندياني او ظلم وو ستاسو دي آړه څه نظر لري او څه مو ليدل دي
بابا ځواب راکړو ... چي او زما ددير نوابي دور ياد شي خو ما پخپله د دير نواب نه دي ليدي او نه هغه چرته واړي نهاګدري طرف ته راغلي حالنکي د دير نوابان د واړي نهاګدري کوند کلي وو - خو دلته دهغي راتګ يا داسي دلته ظلم يا پابندياني مه نه دي ليدي - او نه دلته دهغوي طرفه څه پابندياني يا ظلم زور شوي ها حالنکي د دير دنواب پابندياني او ظلم او زور په کدي خيل او داسي دير په نور علاقو وو خو په پائنده خيل په طرف نه وو - خو دلته کښي هغه ځان سره نور کسان اغستي وو ځائي په ځائي او هغوي ته ئي کلي په کلي يا علاقه په علاقه ملکي ورکړي وي او هغوي به د اخپل علاقي ملکي کوله دخور لور ريشته کولو کښي به د هغه علاقي دملک نه پښتنه کولي شوه! چا به په چا ظلم اوکړه نو ملک ته چي به ئي وينه اوکړه نو ملک به هغي ته سزا ورکوله ملک سره ګن مينان وو نور داسي زور زبردستي واقعات زما تر مخي نه دي شوي - د دير نواب چي ئي وړو نو هغه وخت هيلي کاپټر راغي او دير نواب ئي ويوړو دير خلکو وئيل چي مونږ نواب نه ورکوو دپاکستان سره جنګ کوو خو دهيلي کاپټرو نه کاغذونه ځائ په ځائ راوارتولي شو ليکلي شوي وو پکښي چي مونږ به درله دلته سکولونه روډونه هر څه جوړ کړو او دير به ترقي اوکړي دهغسي نواب ويوړي شو
د بابا سخه مي پښتنه اوکړه آيا دنواب د وړو سره دلته نظام بدل شو که څه اوشو ؟
بابا ځواب راکړو ...... نه داسي يک دم خو هيس په نظر نه راتله دا خو د اوس اوس پوري د نوابي دور هغه نظام چليده پوليس حکومت چا نه منودو هر سړي به اخپل مشين ټوپک ګرزوالو تر اوس اوس پوري ترقي خو هيس نه وه روډونه نه وو سکولونه هسپتالونه نه وو دا اوس چي کم ترقي په نظر راځي دا سکولونه او روډونه او پوليس او خلکو سره وسلو باندي پابندي لګول دا ټول هر څه خو اوس اوس اوشو
د بابا د ژوند په دهغه قيصي سره زه په دي خبره اورسيدم چي نن دور که هر څومره د ميني محبت او خلوص نه خالي دي خو د ترقي او د ژوند د آساني په نسبت ډير ښه دي - د دنيا د ترقي خبره خو نشو کولي چي نوري دنيا کښي دترقي په کمه صدي کښي شوي ځکه چي برطانيه کښي شپاړسمه او اتلسمه صدي کښي هم ښه ترقي شوي خو د پښتانو او خصوصي توګ د دير د يويشتمي صدي پښتانه ښه ژوند تيروي په نسبت د تيرو صدو زما دبابا دژوند قيصه خو اويا شپيته کلنه مخکيني ده خو د دير په خاوره انسانان د زرونو کلونو راسي آباد دي د هغوي مونږ آندازه نشو لګولي چي څنګه ژوند ئي تير کړي - داسي نه چي دير د ديوشتمي صدي په اول کښي ترقي يافته دي بلکي ترقي پزير دي د ليتکي ډيوه او لاټين په ځائي د بلب او بجلي استعمال کيږي د پيدل تګ په ځائ دمختلف ګاړو استعمال کيږي د دنيا سره تړون دپاره دانټرنيټ استعمال کيږي د يوشتمي صدي جنيريشن د دنيا دګوټ ګوټ نه دانټرينټ په زريعه خبر دي او ځان ورته رسولي هم شي - خو اوس هم نوري ترقي ته په انتظار دي او د ډيري ترقي نه لري دي
وسيم خان یوسفزئې
٤ جنوري ٢٠٢٤
🌸•••🌸



Comments
Post a Comment